طالبان د دولتي ادارو څخه د «ملي» کلمې د لېري کولو هڅه کوي

په رسنيو کې يو سند خپور سوی چې ښايي د طالبانو رهبر هبت‌الله اخندزاده امر کړی چې د دولتي ادارو له نومونو څخه د «ملي» کلمه لیرې سي.
طالبان د دولتي ادارو څخه د «ملي» کلمې د لېري کولو هڅه کوي

په رسنيو کې يو سند خپور سوی چې ښايي د طالبانو رهبر هبت‌الله اخندزاده امر کړی چې د دولتي ادارو له نومونو څخه د «ملي» کلمه لیرې سي.

د دې امر له مخې، د ځينو دولتي ادارو په نومونو کې د «ملي» پر ځای د «عمومي» کلمه کارول سوې ده.

د طالبانو د رسمي ليک له مخې چې شاوخوا يوه اوونۍ مخکې صادر سوی، د احصايې او معلوماتو ملي اداره د «احصايې او معلوماتو عمومي اداره» او د ملي ازموينو اداره هم د «ازموينو عمومي اداره» په نومونو بدله سوې ده.

په دغه ليک کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډيو ټلوېزيون څخه غوښتل سوي چې دا پرېکړه ټولو دولتي ادارو ته ورسوي.

همدارنګه سرچينې وايي چې هبت‌الله اخندزاده پلان لري د «ملي ټلوېزيون» نوم هم «د شريعت غږ» ته بدل کړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د خپل تر کنټرول لاندې دولتي راډيوګانو نومونه «د شريعت غږ» ته اړولي وو.

دې ډلې واک ته له بيا رسېدو وروسته د يو شمېر دولتي ادارو، په ځانګړي ډول قول‌اردوګانو، نومونه هم بدل کړي او ځينو ته يې عربي نومونه ټاکلي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x