تر څو چې د طالبانو د پښتونستان غوښتنې کړکېچ او د ډیورنډ کرښې مسئله حل نه سي، اسلام‌آباد له افغانستان څخه لاس اخیستونکي نه دي.

جنجال سیاسی در اسلام‌آباد: طالبان مانع گردهمایی مخالفان شد

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو له زياتېدو او د وروستيو توغنديو د بریدونو له راپورونو سره هم‌مهاله، د دواړو لورو د اړيکو د راتلونکي او د افغانستان د سياسي ثبات په اړه اندېښنې زياتې سوي دي. په داسې فضا کي ځينې شنونکي باور لري چي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ نه حل سوي اختلافات لا هم په سيمه کي د بې‌ثباتۍ له مهمو عواملو څخه شمېرل کېږي.

رامش سليمي، يو سياسي شنونکی، له معمار خبري آژانس سره په خبرو کي وايي چي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اساسي موضوعات، لکه د ډیورنډ مسئله او د پاکستاني طالبانو فعاليت، حل نه سي، پاکستان به لا هم افغانستان تر خپل نظر او نفوذ لاندي ساتي.

هغه د «پښتونستان غوښتنې» موضوع او په پاکستان کي د پښتنو وضعيت ته په اشارې سره ټينګار کړی چي دا موضوعات د افغانستان په کورنيو چارو کي د اسلام‌اباد د مداخلې له مهمو عواملو څخه دي او د هغه په وينا، دا کولای سي په پای کي د طالبانو د نظام د کمزوري کېدو او حتی د سقوط سبب وګرځي.

ښاغلی سليمي زياتوي چي طالبان د پاکستان لپاره يو بالقوه خطر ګڼل کېږي او اسلام‌اباد تر څو دا خطر له منځه يو نه سي، خپلو بریدونو ته به د افغانستان پر خاوره دوام ورکړي.

دغه سياسي شنونکی همدارنګه باور لري چي د روانو کړکېچونو او د هغه څه په نظر کي نيولو سره چي هغه يې د طالبانو زياتې غوښتنې بولي، په اوسني حالت کې د افغانستان د يوه خپلواک او با ثباته نظام جوړېدل له جدي ننګونو سره مخ دي او په اوسني وضعيت کي ناممکن ښکاري.

د طالبانو او پاکستان اړيکي په وروستيو کلونو کي له سختو بدلونونو او کړکېچونو سره مل دي. د ډیورنډ کرښه، د تحریک طالبان پاکستان ډلې فعاليت، او د پولو په سيمو کي د وسلوالو ډلو اړوند مسایل تل د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ مهم عوامل پاتې سوي دي. په ځينو مواردو کي دا اختلافات ان د پوله‌ایزو نښتو او متقابلو بریدونو لامل سوي هم دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x