«د ایران لاسونه» د قرآن په لمن کې؛ د افغان کډوالو په غونډه کې د همغږۍ، مقاومت او ورورولۍ روایت

د «د ایران لاسونه» تر سرلیک لاندې د قرآن کریم د انس غونډه د ایران د مشهد په حضرت قائم (عج) دیني مدرسه کې د میناب د شهیدانو د کورنیو، قاریانو، فرهنګي او سیاسي شخصیتونو او د افغان کډوالو د یوې ډلې په ګډون ترسره سوه.
«د ایران لاسونه» د قرآن په لمن کې؛ د افغان کډوالو په غونډه کې د همغږۍ، مقاومت او ورورولۍ روایت

د «د ایران لاسونه» تر سرلیک لاندې د قرآن کریم د انس غونډه د ایران د مشهد په حضرت قائم (عج) دیني مدرسه کې د میناب د شهیدانو د کورنیو، قاریانو، فرهنګي او سیاسي شخصیتونو او د افغان کډوالو د یوې ډلې په ګډون ترسره سوه.
دغه مراسم چې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سول، یوه روحاني او همغږی فضا یې رامنځته کړه او د ایران او افغانستان د وګړو ترمنځ یې د ورورولۍ احساس نور هم پیاوړی کړ.

د « د ایران لاسونه» تر سرلیک لاندې مراسم د قرآن کریم د انس غونډې په محوریت د ایران د مشهد په حضرت قائم (عج) دیني مدرسه کې د میناب د شهیدانو د کورنیو، قاریانو، فرهنګي او سیاسي شخصیتونو او د افغان کډوالو د یوې ډلې په ګډون ترسره سول؛ داسې دودیزه غونډه چې د وحی د آیتونو په تلاوت سره یې یوه روحاني او په ورته وخت کې همغږی فضا د ایران او افغانستان د دوو ملتونو ترمنځ رامنځته کړه.

دا مراسم د ایران مېشتو افغانانو د فرهنګي–ټولنیز بنسټ او د حضرت قائم (عج) دیني مدرسې په همکارۍ ترسره سول. د غونډې په پیل کې علیرضا رضایي، یو وتلی افغان قاري، د قرآن کریم د آیتونو په تلاوت سره غونډې ته یوه روحاني او زړه راښکونکی فضا ورکړه.

وروسته ډاکټر سید جواد وحیدي، د ایران مېشتو افغانانو د فرهنګي–ټولنیز بنسټ مسوول، د دې مراسمو د موخو په اړه وویل: «دا غونډه د یوه ناسمه کړنې ترسره کوونکي قاري د غندنې لپاره جوړه سوې ده، او په عین حال کې موږ د میناب د شهیدانو د کورنیو د مېلمه‌پالنې ویاړ لرو.»

هغه د وروستیو ورځو ورته پروګرامونو ته په اشارې وویل: «په همدې اوونۍ کې په مشهد کې د افغان زده‌کوونکو خپلواکو ښوونځیو هم د شجره طیبه ښوونځي د شهیدانو په یاد یوه لویه غونډه ترسره کړه.»

وحیدي د خپلو خبرو په بله برخه کې د وروستیو پېښو د قربانیانو پر مظلومیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د دغو بې‌ګناه ماشومانو پاکه وینه د دښمنانو او زورواکو رسوايي ښکاره کړه او د ایران د ملت د مظلومیت د سند په توګه د نړۍ د وګړو په ذهنونو کې ثبت سوه. له هماغه پيله ډېرو وګړو درک کړه چې د ایران دښمنان، په ځانګړي ډول امریکا، د دې ملت خیر غوښتونکي نه دي؛ ځکه هغوی هغه بې‌ګناه ماشومان چې د زده‌کړو په حال کې وو، د پرله‌پسې بریدونو هدف وګرځول.»

په دوام کې حجت‌الاسلام جعفري قندوزي، چې د افغانستان له سیاسي او فرهنګي شخصیتونو څخه دی، د فردي کړنې او ټولنیز هویت د بېلتون پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل:

«جرم شخصي عمل دی او نه سي کېدای چې پر مذهب، قوم یا یوې ډلې وتپل سي. که یو کس—یو د قرآن تلاوت کوونکی—تېروتنه وکړي، نو دا یوازې د هماغه شخص عمل دی، نه د هغه مذهب یا ډلې چې دی ورسره تړاو لري.»

هغه د میناب د شهیدانو کورنیو ته، چې په غونډه کې حاضر وو، په خطاب کې وویل:

«تاسو د ټولو مسلمانانو د درناوي وړ یاست. پوه سئ چې یوازې نه یاست؛ موږ هم ورته درد تجربه کړی دی. په تېر وخت کې د روژې په مبارکه میاشت کې د کابل د سیدالشهدا د انجونو پر ښوونځي په ځانمرګي برید کې له ۲۵۰ زیاتې بې‌ګناه انجونې شهیدانې سوې. موږ له تاسو سره یوو او په دې غم کې درسره شریک یوو.»

جعفري قندوزي همدارنګه د ایران اسلامي جمهوریت د دفاعي تګلارې ته په اشارې سره وویل:

«د ایران دفاع له خپل ځان او د خپلې خاورې د بشپړتیا څخه یوه معقوله، موجه او منطقي دفاع ده چې هم له شرعي اصولو او هم له
نړیوالو تړونونو سره سمون لري.»

هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې د مشهور قاري مشاري العفاسي د وروستي اثر د خپرېدو په غندنه کې وویل:

«تر څو چې ژوندی یوو، اجازه به ورنه کړو چې دا نظام د دښمنانو لاس ته ولوېږي. په تېرو څلوېښتو شپو کې چې زه په ایران کې وم، هره شپه مې په ولسي غونډو کې ګډون کړی او د ایران اسلامي جمهوریت ملاتړ مې اعلان کړی دی.»

په دوام کې مولوي حسام، د دې غونډې بل ویناوال، د اوسني وضعیت د یووالي پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل:

«په دې پړاو کې، لکه څنګه چې موږ پوځي ځواک او دفاعي وسایلو ته اړتیا لرو، همداسي د اسلامي امت ترمنځ ورورولي، اخوت او یووالي ته هم اړتیا لرو.»

هغه د سیمې بدلونونو ته په اشارې سره زیاته کړه:

«د روژی مياشتي جګړې نه یوازې د طاغوتي قدرتونو او صهیونیستي رژیم هیبت مات کړ، بلکې اسلامي نړۍ ته یې ژور پیغام ورساوه، او نن موږ په نړیواله کچه د مسلمانانو ترمنځ د همغږۍ او ورورولۍ د پیاوړتیا شاهدان یوو.»

مولوي حسام همدارنګه ټینګار وکړ:

«مذهبي اختلافات او داخلي مسایل باید د دښمنانو د ناوړه ګټې اخیستنې او د هېوادونو د کمزوري کولو وسیله ونه ګرځي. افغان کډوال نن خپل عزت، ژوند او مال د خپلو ایراني وروڼو د ملاتړ لپاره وړاندې کړي دي، او دا تاریخي اړیکه به لا هم پیاوړې پاتې سي.»


د غونډې په بله برخه کې افغان شاعر مهران پوپل خپل نوی شعر د ایران په ملاتړ ولوست، چې د ګډونوالو له ګرم هرکلي سره مخ سوو.

همدارنګه د میناب د شهیدو زده‌کوونکو کورنۍ د ځانګړو مېلمنو په توګه په دې غونډه کې ګډون درلود او د افغان کډوالو له لوري ورته درناوی وسوو.

د میناب ولسوال هم په خپلو خبرو کې د دې سیمې د دردناکې پېښې اړخونه بیان کړل او د جزیاتو په یادولو سره یې وویل چې بې‌ګناه زده‌کوونکي په داسې حال کې د برید ښکار سول چې په خوندي چاپېریال کې په زده‌کړو بوخت وو.

هغه وویل چې دا پېښه د سیمې او هېواد پر عامه افکارو ژور اغېز کړی او د داسې ناورینونو پر وړاندې یې د ملي او نړیوالې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي د بېلابېلو ډلو، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د ملاتړ او همکارۍ قدرداني هم وکړه.

دا غونډه په داسې فضا کې پای ته ورسېده چې له همغږۍ، روحانیت او د اسلامي یووالي پر ټینګار ډکه وه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x