د معمار خبري آژانس د راپور له مخي ؛ د هغه څه پر وړاندې د کورنیو مخالفتونو زیاتوالی چې د طالبانو زورواکي بلل کېږي ، يو شمېر پوځي او سياسي شنونکي په افغانستان کي د عمومي فضا د تدريجي بدلون خبره کوي او د اوسني وضعیت د بدلون پر اړتيا ټينګار کوي.
محمد رادمنش، پوځي شنونکی، له معمار خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي دي چي د افغانستان خلک د آزاد، ارام او له پراخو محدوديتونو څخه د خلاص ژوند وړتيا لري. د هغه په باور د ولسي نارضایتۍ پراختيا او د مخالفو ډلو زياتېدونکی خوځښت ښايي چي شرایط د بدلون په لور روان دي.
هغه همدارنګه زياته کړې ده چي د طالبانو پر ځینو پوستو وروستي بريدونه او د مخالفو ډلو جوړېدل دا ښايي چي نور وضعيت د دې ډلې په ګټه نه روان دی.
د رادمنش په وينا دا بدلونونه د هېواد د حکومتولۍ په جوړښت او طريقه کي د بدلون لپاره د عامه لېوالتيا د زياتېدو نښه ده.
له ۲۰۲۱ کال وروسته چي طالبان بيا واک ته ورسېدل، په بېلابېلو برخو کي په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو، مدني آزاديو او سياسي فعاليتونو په برخه کي پراخ محدوديتونه لګول سوي دي.
دا اقدامات د پراخو کورنيو او نړيوالو غبرګونونو سره مخ سوي او په تدريجي ډول يې د هېواد په بېلابېلو سيمو کي د پاشل سويو مخالفتونو د رامنځته کېدو زمينه برابره کړې ده.
خو د راتلونکو بدلونونو لوری د بېلابېلو عواملو لکه د مخالفو ډلو د يووالي، د طالبانو د غبرګون او د سيمهييزو او نړيوالو حالاتو پورې تړلی دي.




