په اسلامي نړۍ کې د رهبرۍ د لارې د دوام پر ارزښت ټینګار

د کرامت د لسیزې د لمانځنې پر مهال ، د آیت‌الله امام سید مجتبی حسيني خامنه‌ای، د هغه د فقهي مقام او د علمي رسالې د لیکلو د اړتیا په اړه یو علمي غونډه، د افغان کډوالو د اسلامي انقلاب له ستر رهبر سره د بیعت پر محور، د تبیان فرهنګي–ټولنیز مرکز په مشهد کې ترسره سوه.
په اسلامي نړۍ کې د رهبرۍ د لارې د دوام پر ارزښت ټینګار

د کرامت د لسیزې د لمانځنې پر مهال ، د آیت‌الله امام سید مجتبی حسيني خامنه‌ای، د هغه د فقهي مقام او د علمي رسالې د لیکلو د اړتیا په اړه یو علمي غونډه، د افغان کډوالو د اسلامي انقلاب له ستر رهبر سره د بیعت پر محور، د تبیان فرهنګي–ټولنیز مرکز په مشهد کې ترسره سوه.

د کرامت د لسیزې د لمانځنې پر مهال ، د آیت‌الله امام سید مجتبی حسيني خامنه‌ای، د هغه د فقهي مقام او د علمي رسالې د لیکلو د اړتیا په اړه یو علمي غونډه، د افغان کډوالو د اسلامي انقلاب له ستر رهبر سره د بیعت پر محور، د تبیان فرهنګي–ټولنیز مرکز په مشهد کې ترسره سوه.

دا غونډه د یو شمېر علماوو، د دیني مدرسو استادانو، د پوهنتونونو استادانو، د دیني علومو څېړونکو او د اسلامي فقهې او فکر د موضوعاتو د مینه‌والو په ګډون ترسره سوه.

د دې علمي غونډې اصلي موخه د آیت‌الله سید مجتبی خامنه‌ای د علمي، فقهي او فکري شخصیت بېلابېلو اړخونو څېړل، د معاصرو فقهاوو په منځ کې د هغه د مقام ارزونه، او همدارنګه د رهبرۍ له مقام سره د بیعت تازه کول او د هغه د ملاتړ اعلان بلل سوی وو.

د غونډې ویناوالو هڅه وکړه چې د تخصصي شننو په وړاندې کولو سره د هغه د علمي او اجتهادي وړتیاوو روښانه انځور وړاندې کړي.

د دې مراسمو په پیل کې حجت‌الاسلام حسيني مزاري، د تبیان فرهنګي–ټولنیز مرکز مشر، د اسلامي نړۍ د حساسو حالاتو په یادولو سره د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د نه شتون یادونه وکړه او هغه یې لویه ضایعه وبلله. هغه وویل: «موږ په داسې زمانه کې ژوند وکړ چې له یو ستر شخصیت څخه مو ګټه اخیسته، خو لکه څنګه چې باید، له دې تاریخي فرصت څخه مو بشپړه استفاده ونه کړه.»

هغه زیاته کړه چې د شهید رهبر تر شهادت وروسته په اسلامي ټولنه کې د پوهاوي او بیدارۍ څپه رامنځته سوې ده.

هغه همدارنګه د آیت‌الله سید مجتبی خامنه‌ای د ټاکل کېدو په اړه وویل چې د هغه شخصیت د اسلامي انقلاب د لویو مشرانو د ځانګړنو یو ګډ انځور دی او زیاته یې کړه: «د امام خمیني، د شهید رهبر او د شهید سلیماني ځانګړنې په یوه ډول د هغه په وجود کې نغښتې دي.»

حسيني مزاري ټینګار وکړ چې د نن ورځې د ټولنې، په ځانګړي ډول د علماوو، مسؤلیت دا دی چې د نوي رهبر د شخصیت اړخونه په دقیق ډول روښانه کړي او د ولایت فقیه د پیروۍ پیاوړتیا ته کار وکړي.

په دوام کې حجت‌الاسلام مدرسي حجازي د امام خميني تر وفات وروسته د رهبرۍ رول ته په کتنې سره د اسلامي انقلاب مدیریت او لارښوونه د یوې بریالۍ بېلګې په توګه ذکر کړه او ویې ویل: «د انقلاب شهید رهبر یو جامع‌الاطراف فقیه وو، چې په فقهي، سیاسي، ټولنیزو او حتا ادبي برخو کې مخکښ وو.»

هغه زیاته کړه چې نوی رهبر هم یو جامع شخصیت لري او د دې لارې د دوام وړتیا لري.

حجت‌الاسلام جعفري قندوزي د دې غونډه په بله برخه کې د معاصرې نړۍ د رهبري د نوښت پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «نن د اسلامي ټولنې د مدیریت لپاره یوازې په فقه او اصولو پوهه بسنه نه کوي، بلکې د نړیوالو اړیکو، مصنوعي هوښ، د ژوندپوهنې علومو او د نویو اقتصادي نظامونو په څېر پېچلو موضوعاتو پوهه هم اړینه ده.»

هغه څرګنده کړه چې آیت‌الله سید مجتبی خامنه‌ای په دې برخو کې نوي او د پام وړ لیدلوري لري او کولای سي د اسلامي ټولنې د نویو اړتیاوو ځواب ویونکی وي.

د دې غونډې په څنډه کې حجت‌الاسلام شیخ موسی رضايي هم له معمار ټلویزیون سره په خبرو کې د آیت‌الله سید مجتبی خامنه‌ای علمي مخینې ته اشاره وکړه او ویې ویل: «هغه له ۱۸ کلونو څخه زیات د فقهې د خارج درسونه تدریس کړي دي او د حوزې ډېری طلاب او فضلا د هغه د بیان د طریقې او د علمي نوښتونو ستاینه کوي.»

هغه د درس په غونډو کې د طلابو پراخ ګډون د هغه د علمي مقام او په دیني حوزه کې د منل کېدو نښه وبلله.

نور ویناوالو هم په خپلو تخصصي نظرونو سره د آیت‌الله سید مجتبی خامنه‌ای د فقهي بنسټونو، علمي مخینې او د اسلامي ټولنې د فکري او سیاسي لارښوونې په برخه کې د هغه د رول څېړنه وکړه. هغوی ټینګار وکړ چې د دیني مشرانو د علمي او اجتهادي وړتیاوو کره پېژندنه د فکري او ټولنیز یووالي په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

دا غونډه په علمي او تحلیلي فضا کې ترسره سوه او په پای کې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د دیني بحثونو د ژورولو او د اسلامي نړۍ د فکري بدلونونو د څېړلو لپاره د داسې غونډو دوام ته اړتیا ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x