د واتيکان او واشنګټن د کړکېچونو دوام ؛ پاپ لېو د يووالي پيغام خپور کړ

د واتيکان او واشنګټن د کړکېچونو دوام ؛ پاپ لېو د يووالي پيغام خپور کړ

د ټرمپ د حکومت او واتيکان ترمنځ سخت اختلاف بله بڼه خپله کړه، پاپ لېو د سپينې ماڼۍ له وروستي غوسه ناک بريد وروسته د سولې او پخلاينې پيغام خپور کړ.

د ايسنا د راپور له مخې ؛ د سې شنبې په ورځ جي ډي ونس د ټرمپ مرستيال په کنایه سره پاپ ته وويل چي هغه په الهياتو کي رښتينی نه دی او د جګړې مفهوم نه درک کوي، او په دې سره يې د څو ورځو سپکاوی پای ته ورساوه.

د ولسمشر مرستيال ، جي ډي ونس د جورجيا پوهنتون په Turning Point USA غونډه کي، چي هلته د جګړې ضد لاريون کوونکو له خوا ورباندي ملنډې ووهل سوې، وويل: «تاسو څنګه ويلای سئ چي خدای هېڅکله د هغو کسانو پلوی نه وي چي توره په لاس اخلي؟»

تر دې يوه ورځ مخکې، ونس په ايکس کي تر هغې ليکنې وروسته، چي لېو پکښي په ايران کي د امريکا او اسرائيلو جګړه غندلې وه، څوارلسم پاپ لېو ته، چي په امريکا کي زېږېدلی، سپارښتنه وکړه چي «اخلاقي موضوعاتو ته ژمن پاته سي».

لېو وليکل: «خدای هېڅ شخړې ته برکت نه ورکوي. هر څوک چي د مسيح، د سولې د شهزاده، لاروی وي، هېڅکله د هغو کسانو پلوي نه کوي چي يو وخت يې توره په لاس کي لرله او نن بمونه غورځوي».

د چهارشنبې په ورځ پاپ له خبريالانو سره د پاپ په الوتکه کي خبري وکړې، هغه الوتکه چي د يوولس ورځني سفر لپاره د افريقا پر لور کامرون ته روانه وه. هغه د ونس څرګندونو يا د ډونالډ ټرمپ وروستيو ډېرو سپکاوي کوونکو خبرو ته، چي په ټولنيزو رسنيو کي يې هغه «کمزوری» او «ويروونکی» بللی و، اشاره ونه کړه.

لېو وويل: «د هغه ليکنې، د هغه ښوونې، د هغه معنويت، د خدای د لټون بلنه او د حقيقت د موندلو غوښتنه هغه څه دي چي نن ورځ ډېر اړين دي، دا يو داسې پيغام دی چي زموږ ټولو ته د عيسی مسيح د مؤمنانو په توګه، بلکي ټولو خلکو ته ډېر رښتينی دی».

لېو وويل چي هيپو ته په تګ غواړي کليسا او نړۍ ته هماغه ليد وړاندې کړي چي سنت اګوستين د «ټولو خلکو ترمنځ يووالي او د ټولو خلکو درناوي سره له توپيرونو» په اړه وړاندې کړی وو.

هغه د خبريالانو هېڅ پوښتنې ته ځواب ورنه کړ، خو بيا یې هم د دې پيغام خپرولو ته دوام ورکړ چي د زور، غوسې او کرکې پر ځای خبرې اترې او روغې جوړې د شخړو د حل لپاره ضروري عناصر دي.

لېو يادونه وکړه چي د الجزاير زياتره اوسېدونکي مسلمانان دي، خو هغوی سنت اګوستين ته د خپل هېواد د « سترو زامنو له جملې څخه د یو » په توګه درناوی کوي او هغه ته عزت ورکوي. هغه وويل چي دا ډول چلند د عيسويانو او مسلمانانو ترمنځ د پُلونو په جوړولو کي مرسته کوي او د خبرو اترو دود پياوړی کوي.

لېو وويل: «مسجد ته سفر د دې مهمې خبرې لپاره وو چي که څه هم زموږ عقيدې جلا دي، د عبادت لارې مو جلا دي، د ژوند لارې مو جلا دي، خو موږ کولای سو په سوله کي يو له بل سره ژوند وکړو. نو زما په اند د دې ډول انځور خپرول هغه څه دي چي نننۍ نړۍ يې اورېدل غواړي».

داسې ښکاري چي د لېو رويه د ټرمپ له رويې سره سخت تضاد لري. ولسمشر سربېره پر دې چي د کاتوليک کليسا د مشر پر ضد يې په خپل ټولنيز رسنيو «ټروت سوشيل» کي پرله‌پسې سپکاوی کړی، د دوشنبې په ورځ، د خپلو مذهبي ښي اړخو پلويانو له سخت غبرګون وروسته، مجبور سو چي هغه «کفر بڼه لرونکي » انځور چي د مصنوعي ځيرکتيا له خوا جوړ سوی و او پکښي هغه د عيسی مسيح په څېر د يو شفا ورکوونکي په بڼه ښودل سوی وو، له منځه يوسي.

دا لومړی ځل نه دی چي ټرمپ، چي د سپين‌پوستي مسيحي ملت‌پالنې سخت پلوی دي، په واتيکان ملنډې وهي، يا يې د ۱.۴ ميليارده کاتوليکانو کليسا خوابدي کړې وي.

د تېر کال د مې په مياشت کي، د پاپ فرانسيس د رسمي ماتم پر مهال، ټرمپ اعلان وکړ چي «هغه غواړي پاپ سي» او د مصنوعي ځيرکتيا له لارې جوړ سوی يو انځور يې خپور کړ چي پکښې هغه د سپينې جامې او سپين تاج ، د سرو زرو صليب لرونکي غاړې هار په اغوستلو ښودل سوی وو.

د چهارشنبې په ورځ، ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړ سوی انځور شریک کړ چې پکښې هغه د عیسی مسیح په غېږ کې ښودل سوی وو. نوموړي د انځور په اړه په خپل بیان کې د «شیطاني، بدو او د ماشومانو د قربانۍ کوونکو» کسانو د افشا کېدو یادونه وکړه او وویل: «ښايي خدای د ټرمپ له پاڼې سره لوبه کوي.» ټرمپ د انځور تر څنګ لیکلي: «افراطي چپ لوري لیونیان ممکن یې خوښ نه کړي، خو زما په نظر ډېر ښه دی!!!».

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x