دغه بريدونه، چي د پاکستان جنګي الوتکو دوه شپې پرلهپسې د لوګر ولايت ځيني برخې په نښه کړي دي، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب سوي او پراخ غبرګونونه يې راپارولي دي.
په دې لړ کي د سياسي چارو کارپوه نجيب شمال له معمار خبري اژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي طالبان د افغانستان د اغېزمنې دفاع وړتیا نه لري. د هغه په وينا، د پاکستان تر بريدونو او د يو شمېر ملکي وګړو تر وژل کېدو وروسته طالبانو د غبرګون ژمنه کړې وه، خو تر اوسه هېڅ عملي او د پام وړ اقدام نه دی ليدل سوی.
دغه سياسي کارپوه زياتوي چي دا ډله بايد د پاکستان له خوا پر افغانستان، په ځانګړي ډول پر ملکي وګړو، د بريدونو مخه ونيسي.
په وروستيو مياشتو کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زيات سوي او پولهایز بريدونه د دواړو خواوو د اړيکو له مهمو موضوعاتو څخه ګرځېدلي دي.
په وروستيو بريدونو کي د افغانستان پر ختيځو ولايتونو، په ځانګړي ډول پکتيکا، ننګرهار او کونړ، کې د ملي حاکميت د نقض او د ملکي وګړو د امنيت په اړه اندېښنې زياتي کړي دي. په داسې حالت کي، د طالبانو له خوا د دغو بريدونو پر وړاندې د عملي غبرګون نشتوالی د دوی د امنيتي کړنو پر ضد نيوکې زياتي کړي او د بهرنيو ګواښونو د مديريت په اړه د دې ډلې د وړتيا په اړه بحثونه لا پراخ سوي دي.




