د امام جعفر صادق (ع) د شهادت د ماتم مراسم او د ايران د اسلامي جمهوريت د روژی مياشتي د جګړې د شهيدانو او د هرات د وروستيو پېښو د قربانيانو يادغونډه د دوشنبې په ماښام (۲۴ حمل) د مشهد په ښار کي د هراتيانو په حسينيه کي ترسره سوه.
په دې مراسمو کي حجتالاسلام سيد جواد وحيدي، د ايران اسلامي جمهوريت د افغان مېشتو د فرهنګي او ټولنيز بنسټ مسوول، عليرضا خاوري د کډوالو د مذهبي هيئتونو له مسوولينو څخه، ډاکټر تقي روحاني د هرات د اماميه علماوو د ټولني غړی، او يو شمېر عالمانو، فرهنګي فعالانو او افغان کډوالو ګډون کړی وو. په غونډه کي د امام صادق (ع) د ښوونو بيان او د ظلم پر وړاندي د درېدو پر ارزښت خبرې وسوې.
حجتالاسلام وحيدي په خپلو خبرو کي د امام صادق (ع) د لوړ مقام يادونه وکړه او ويې ويل چي هغه مبارک په خپل وخت کي د ځمکې تر ټولو لوړ انسان وو او د اسلام د پاک معارف ستر پوهنتون يې جوړ کړ.
هغه همدارنګه د طاغوت پر وړاندي د شيعهګانو د درېدو پر اړتیا یی ټينګار وکړ او زياته يې کړه چي دا درېدل بايد زموږ په څېره، رسنيو، بيان او فعاليتونو کي څرګند سي.
وحيدي د امام خميني (رح) او د هغه د خلف صالح، د شهيد امام، يادونه هم وکړه او ويې ويل چي هغه مکتب او خوځښت چي امام خميني پيل کړ، نن ايران له تړلي حالت څخه يو خپلواک او سپیڅلي هېواد ته بدل کړي دي.
هغه له ګډونوالو وغوښتل چي په دې مکتب ویاړ وکړي او ټينګار يې وکړ چي بايد د مخالفو رسنيو تر اغېز لاندي رانه سي.
هغه همدارنګه د هرات د وروستۍ خونړۍ پېښې او د يو شمېر ملکي وګړو د شهادت په اړه وويل چي دا د قربانۍ او مقاومت لاره غواړي. د هغه په وينا شهيدان د عاشورا لارويان وو او په تشو لاسونو يې د امام حسين (ع) لار تعقيب کړه. هغه وويل: که څوک فکر کوي چي په دې کارونو به د خلکو په زړونو کي وېره خپره کړي، نو سخت تېروتلي دي.
د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته، افغان کډوال د مشهد د بسيج ميدان ته د اسلامي انقلاب له رهبر سره د بيعت د شپني غونډي برخه وګرځېدل او د ايران د ملت په ملاتړ يې شعارونه ورکړل.
دا غونډه د مسلمانانو د ملتونو او د اهل بيتو د مکتب د پيروانو ترمنځ د يووالي نښه بلل سوې ده، چي د امام صادق (ع) د شهادت په شپه ترسره سوه.
ګډونوالو په دې غونډه کي د امام صادق (ع) له ښوونو په الهام د ظلم پر وړاندي د درېدو او د انساني حقونو د دفاع پر ارزښت ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چي د اهل بيتو مکتب تل د طاغوتونو او نړيوال استکبار پر وړاندي د مبارزې لارښوونه کوي.




