د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د طالبانو د پېښو پر وړاندي د مبارزې ادارې اعلان کړی دی چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د سختو اورښتونو، سېلابونو، د دېوالونو نړېدو او د غرونو د ښويېدو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه سوي او ۱۵ تنه نور ټپيان سوي دي. په دې شمېر سره په افغانستان کي د طبيعي پېښو د قربانيانو ټول شمېر نژدې ۱۹۰ تنو ته رسېدلی دی.
دې ادارې د دوشنبې په سهار (۲۴ حمل) اعلان کړی و چي د ورکړل سویو شمېرو له مخي په دې موده کي نژدې ۱۴۰۰ کورونه بشپړ يا نيمه ويجاړ سوي او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم له منځه تللې ده.
تاج محمد همت د دې ادارې د ویاند مرستیال زیاته کړي چې له ۸ زرو څخه زیاتې کورنۍ له دغو طبیعي پېښو اغېزمنې سوې دي، او همدارنګه له ۱۸ زرو څخه زیات څاروي هم له منځه تللی دي.




