حمدالله فطرت، د طالبانو د ویاند مرستیال، اعلان کړی چې د افغانستان په تېرې شپې زلزلې کې لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه سوي او ۴ نور ټپیان دي.
فطرت د شنبې په ورځ، د حمل ۱۵مه، وویل چې دې زلزلې د کابل، پنجشېر، لوګر، ننګرهار، لغمان او نورستان په ولایتونو کې مرګ ژوبله او زیانونه اړولي دي.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې ۵ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ سوي او ۳۳ نور کورونه زیانمن سوي دي، چې په ټولیز ډول ۴۰ کورنۍ اغېزمنې سوې دي.
د راپورونو له مخې، د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې یو کور په بشپړه توګه نړېدلی او د همدې له امله د یوې کورنۍ ۸ غړي مړه سوي دي.
په ورته وخت کې، د امریکا د متحده ایالاتو د ځمکېپېژندنې مرکز ویلي چې دا زلزله د ۵.۸ درجې په کچه د کابل پر وخت د شپې په ۸:۴۲ بجو د هندوکش په سیمه کې، د ځمکې په ۱۸۶ کیلومتره ژوروالي کې رامنځته سوې ده.
راپورونه دا هم ښايي چې د دې زلزلې لړزې د هند او پاکستان په ځینو برخو کې هم احساس سوې دي.




