د بشري حقونو بنسټ «رواداري» اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې ټولټال ۱۱۵۴ وګړي د ځانمرګو بریدونو، چاودنو، د پاکستان هوايي بریدونو، ماینونو او له جګړې پاتې مهماتو، او همدارنګه هدفي، ناڅرګندو او له قضايي بهیر پرته وژنو له امله وژل سوي او ټپیان سوي دي.
دغه بنسټ د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۵۰.۴ سلنه زیاتوالی ښايي، چې پکښې ۶۱۷ وژل سوي او ۵۳۷ ټپیان شامل دي.




