د روغتیا نړیوال سازمان: توبرکلوز لا هم په افغانستان کې جدي ګواښ دی

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې د توبرکلوز ناروغي (سل) لا هم په افغانستان کې یو جدي صحي ګواښ ګڼل کېږي او هر کال زرګونه کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان: توبرکلوز لا هم په افغانستان کې جدي ګواښ دی

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې د توبرکلوز ناروغي (سل) لا هم په افغانستان کې یو جدي صحي ګواښ ګڼل کېږي او هر کال زرګونه کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي.

دغه بنسټ، چې د ملګرو ملتونو پورې تړاو لري، د سې شنبې په ورځ، د حمل ۴مه، د توبرکلوز د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپلې ټولنیزې شبکې ایکس پاڼه کې یادونه کړې چې په افغانستان کې د دې ناروغي ډېرې پېښې پرته له تشخیص پاتې کېږي.

ادوین سینیزا سلوادور، په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ، خبرداری ورکړی چې توبرکلوز ناروغي لا هم په دې هېواد کې لویه صحي ننګونه ده.

هغه ټینګار کړی چې د ناروغۍ د کنټرول لپاره اړینې هڅې عبارت دي له:
د ناروغۍ ژر تشخیص پراخول
روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ښه کول
او د ناروغانو جدي پاملرنه

هغه زیاته کړې: «د توبرکلوز ناروغي پای ته رسول یوازې یوه هیله نه ده، بلکې یوه د لاسرسي وړ موخه ده.»

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، سل ناروغي د نړۍ په کچه د مړینې له لسو لویو لاملونو څخه یوه ده او هر کال نږدې لس میلیونه کسان پرې اخته کېږي.

همدارنګه، د دې سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۸۰ زره پېښې د توبرکلوز په افغانستان کې ثبت سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x