د ایران د ساتونکو ځواکونو له‌خوا د بالستیک توغندیو پرله‌پسې ویشتل او د بې‌پیلوټه الوتکو پراخ کارول د ۶۷م پړاو په عملیاتو کې

د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو د عامه اړیکو څانګه: د اسلامي ایران درنو خلکو! د روژې مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې په سهار کې، د الله تعالی په مرسته او ستاسو د نیکو دعاوو په برکت، د «وعده صادق ۴» د عملیاتو د ۶۷م پړاو د «یا صاحب الزمان ادرکني» تر شعار لاندې، او د ساتونکو ځواکونو د شهید ویاند ډګروال ډاکټر «علي محمد ناییني» او د هغه د شهید ورور په ویاړ، موږ د امریکا د سرتېرو پټو ځایونو، د هغوی د رادار وسایلو او د نیول سویو فلسطیني سیمو پوځي بنسټونو پر وړاندې د درنو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په کارولو بریدونه ترسره کړل.
د ایران د ساتونکو ځواکونو له‌خوا د بالستیک توغندیو پرله‌پسې ویشتل او د بې‌پیلوټه الوتکو پراخ کارول د ۶۷م پړاو په عملیاتو کې

د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو د عامه اړیکو څانګه:

د اسلامي ایران درنو خلکو! د روژې مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې په سهار کې، د الله تعالی په مرسته او ستاسو د نیکو دعاوو په برکت، د «وعده صادق ۴» د عملیاتو د ۶۷م پړاو د «یا صاحب الزمان ادرکني» تر شعار لاندې، او د ساتونکو ځواکونو د شهید ویاند ډګروال ډاکټر «علي محمد ناییني» او د هغه د شهید ورور په ویاړ، موږ د امریکا د سرتېرو پټو ځایونو، د هغوی د رادار وسایلو او د نیول سویو فلسطیني سیمو پوځي بنسټونو پر وړاندې د درنو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په کارولو بریدونه ترسره کړل.

په دې پړاو کې د «علي السالم» اډه، د بې‌پیلوټه الوتکو د قوماندې مرکز، د الوتکو د ترمیم او ساتنې ځایونه، د وسایلو ګودامونه، د چورلکو د ملاتړ مرکزونه، او د امریکا تر مشرۍ لاندې د ګډو ځواکونو د عملیاتو مرکز، همداراز د توغندیو د دفاع د لومړني خبرداري رادارونه او په «الوفا» اډه کې د امریکايي ځواکونو د راټولېدو ځایونه د اوږده او منځني واټن لرونکو مایع او جامد توغندیو په وسیله په کره توګه په نښه سول.

همداراز د صهیونیستي رژیم سپوږمکۍ، راداري او دفاعي مرکزونه د نیول سویو سیمو په منځ، سوېل او شمال کې په اغېزمن ډول په نښه سول.

د ظالم صدام برخلیک د ټرمپ او نتانیاهو په تمه دی. زموږ لپاره په دې ډګر کې شاتګ ماته نه ده؛ الله تعالی د ماتې لاره راباندې تړلې او بریا نږدې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x