د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو یوه ورځنۍ غونډه نن د ایران په پلازمېنه تهران کې ترسره شوه. د دې غونډې موخه په مشهد کې د ایکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د پریکړو د پرمختګ بیاکتنه، د راتلونکي لپاره د ایکو سازمان د لیدلوري سند جوړول، او د سازمان د سکرتریت د جوړښتونو اصلاح کول دي. په دې غونډه کې به د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، قرغزستان، ایران، افغانستان، ترکیه، اذربایجان جمهوریت، پاکستان او تاجکستان د غړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په برخه کې په بیلابیلو مسلو بحث وشي. په تهران کې د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستيالانو غونډه کولای شي د ایکو غړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همغږۍ په راتلونکي کې کلیدي رول ولوبوي.

- 90
- کې خپور شو 12:53 ق.ظ
- د خبر شمیره 119397
- 16 دلو 1403
- کې خپور شو 12:53 ق.ظ
- د خبر شمیره 119397
- 16 دلو 1403
- بین الملل
- تازه تازه 13:53 - 16 دلو 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=119397
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

ګوګل د ۲۰۲۶ کال په دوهمه ربع کې نږدې ۱۲۰ میلیارد ډالره عاید ترلاسه کړ
16:43 - 1 اسد 1405


اجباري اعترافونه د طالبانو لپاره بې له رسوايۍ بله پایله نه لري
14:08 - 30 سرطان 1405

طالبان ښايي خپلمنځي اختلافونه کنټرول کړي، خو د مخالفو جبهو د مقابلې وس نه لري
12:10 - 28 سرطان 1405