د روغتیا نړیوال سازمان: د تمباکو له زیان څخه د افغانستان د وګړو ساتنه ګډ مسؤلیت دی

د تمباکو له استعمال پرته د نړیوالې ورځې په مناسبت، د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې ټینګار کړی چې د تمباکو له استعمال څخه د هېوادوالو ساتنه یو ګډ مسؤلیت دی او د دې لپاره د ټولو همکارۍ ته اړتیا ده.
سازمان جهانی صحت

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د تمباکو له استعمال پرته د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی چې د افغانستان د وګړو ساتنه د تمباکو له استعمال څخه یو ګډ مسؤلیت دی او د ټولو همکارۍ ته اړتیا لري.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ، د جوزا په ۱۰مه، په خپل رسمي اېکس پاڼه کې د یو پیغام په خپرولو سره لیکلي چې د تمباکو صنعت هڅه کوي د خپلو مرګ‌ژوبلو او خطرناکو محصولاتو زیانونه د دوکه کوونکو تکتیکونو او زړه راښکوونکو خوندونو تر شا پټ کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان له افغانانو غوښتنه کړې چې د لوګي څخه پاکو چاپېریالونو ملاتړ او د عامه پوهاوي په زیاتولو سره د تمباکو د استعمال د کمولو او د ټولنې د روغتیا د ساتنې لپاره هڅې وکړي.

په همدې حال کې، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ادوین سېنزا ویلي چې د تمباکو صنعت د تبلیغاتي طریقو او ظاهري جذابیتونو افشا کول د افغانستان لپاره د سالم راتلونکي د ټاکلو معنا لري.

هغه زیاته کړې: «د تمباکو له استعمال څخه د افغانستان د وګړو ساتنه یو ګډ مسؤلیت دی.»

د تمباکو له استعمال پرته نړیواله ورځ هر کال د مې میاشتې په ۳۱مه لمانځل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان دغه ورځ د دې لپاره لمانځې چې د تمباکو د استعمال د زیانونو په اړه پوهاوی زیات کړي او حکومتونه د تمباکو د استعمال د کمولو سیاستونو عملي کولو ته وهڅوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x