د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د روسیې د درمل جوړونې شرکت «فارما سینتز» اعلان کړی چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي؛ هغه اقدام چې د شرکت په وینا، د افغانستان په بازار کې د یوه روسي درمل جوړونکي شرکت لومړنی حضور بلل کېږي.
د «کومرسانت» ورځپاڼې د دوشنبې د ورځې د خپاره سوي راپور له مخې، دغه شرکت د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت سره هوکړې ته رسېدلی او ټاکل سوې ده چې د درملو لومړني بارونه په راتلونکو دوو میاشتو کې افغانستان ته وارد سي.
د «فارما سینتز» مسئولینو ویلي چې د افغانستان د وګړو لاسرسی باکیفیته درملو ته ډېر محدود دی او په وروستیو میاشتو کې د درملو د برابرولو بهیر په ځینو برخو کې له لا ډېرو ستونزو سره مخ سوی دی.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان د اړتیا وړ د درملو یوه برخه مخکې د پاکستان له لارې واردېده، خو وروستیو کړکېچونو د دغو درملو د لېږد بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
د سرچینو په وینا، اړین درمل انسولین، انټيبیوټیکونه او د زړه ناروغیو او د سرطان اړوند درمل شامل دي.




