د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د ښځو ولسي محکمه د طالبانو د جنایتونو په تړاو د دوی د ځواب ویلو او د ښځو سره د زور زیاتې د منظم مستند کولو په موخه، د میزان له ۱۶مې تر ۱۸مې نېټې پورې د هسپانیا په مادرید ښار کې جوړیږي. دغه محکمه په خپل وېبسایټ کې د قاضیانو، څارنوالانو او د نړیوالو حقوقي متخصصینو لست خپور کړی دی. د دې محکمې په وینا، اصلي موخه یې د ښځو په وړاندې د زور زیاتې مستند کول او طالبان د خپلو کړنو په خاطر ځواب ویلو ته اړ کول دي. د دغې محکمې قاضیان، څارنوالان او متخصصین د امریکا، هند، افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه راغلي دي. په وېبسایټ کې لیکل سوي: «د رسمي قضايي پروسو تر څنګ، د یو بشپړونکي ولسي میکانیزم کارول چې د افغان ښځو غږ پیاوړی کړي او طالبان ځواب ویونکي کړي، خورا مهم دي.» یاده محکمه سږ کال د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو لهخوا رامنځته سوې او موخه یې د طالبانو د جنایتونو څېړل او هغوی ته د حساب ورکولو غوښتنه ده.
- د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د ولسي محکمې جوړېدل
“د افغانستان د ښځو لپاره ولسي محکمه” د ښځو سره د زور زیاتی د مستند کولو او طالبان ځواب ویلو ته د اړ کولو په موخه، د میزان له ۱۶مې تر ۱۸مې نېټې پورې د هسپانیا په مادرید ښار کې ترسره کیږي.

- 53
- کې خپور شو 4:57 ب.ظ
- د خبر شمیره 152068
- 15 میزان 1404
- کې خپور شو 4:57 ب.ظ
- د خبر شمیره 152068
- 15 میزان 1404
- تازه تازه 16:57 - 15 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=152068
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

فائو: د طاعون ناروغي په افغانستان کې له ۲۱ میلیونو څخه ډېر څاروي له خطر سره مخ کوي
14:47 - 20 عقرب 1404

په کابل کې د چین سفیر: چین په قاطع ډول د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی
16:48 - 13 عقرب 1404


د ایران اسلامي جمهوریت د طالبانو او پاکستان د اوربند هرکلی وکړ
15:10 - 27 میزان 1404