د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، هاجر حسیني، په متحده ایالاتو کې مېشته افغان شاعره ، د انګلیسي ژبې له مهمو ادبي جایزو څخه یوه ترلاسه کړې ده.
هغې چې په فارسي او انګلیسي دواړو ژبو شعرونه لیکي، په وروستیو کلونو کې د شعري آثارو تر څنګ د افغانستان ادبیاتو ژباړې یی هم کړې دي او د هغې ځینې ژباړې د پام وړ هرکلی سره مخ سوې دي.
حسیني د خپل کتاب Disbound د نوم په اړه ویلي چې دا کلمه د کتاب د شیرازې د جلا کېدو معنا لري؛ هغه مفهوم چې په کابل کې د هغې د ژوند شخصي تجربو او همدارنګه د طالبانو له خوا د ښار تر سقوط وروسته بدلونونو ته اشاره کوي.
د هغې په وینا، دغو پېښو د هغې د ژوند د کیسې یووالی بدل کړی دی.
هغې همدارنګه اعلان کړی چې اوس مهال د افغانستان د ادبیاتو یو ناول انګلیسي ژبې ته ژباړي او هڅه کوي چې د افغان لیکوالانو آثار د نړۍ لا پراخو لوستونکو ته ور وپېژني.




