د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ نسیبه دیتبار، د کډوالو د حقونو فعاله او د افغانستان د بشري حقونو مدافع ، د سویډن د چاپېریال ساتنې ګوند له خوا د استکهلم په ټاکنیزه حوزه کې د پارلمان د ټاکنو لپاره نومانده سوې ده.
دیتبار ویلي چې د جنسیتي برابرۍ دفاع، د بشري حقونو ملاتړ، په ټولنه کې د کډوالو د ګډون پیاوړتیا او د زرغون اقتصاد پراختیا به د هغې له مهمو لومړیتوبونو څخه وي که پارلمان ته لار ومومي.
هغې همدارنګه په افغانستان کې د ښځو او انجونو په اړه د طالبانو سیاستونه «جنسیتي آپارتاید» بللي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې له دې ډلې سره له تعامل څخه ډډه وکړي.
د سویډن پارلماني ټاکنې به د روان کال د سنبلې میاشتې په وروستیو کې ترسره سي.




