قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي

په کابل کې د قزاقستان سفیر ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې څخه د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان، ته هېڅ ډول ګواښ نسته، او ویلي یې دي چې د افغانستان امنیت او ثبات د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د ګډ امنیت د تأمین په برخه کې مهم رول لري.
قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي

په کابل کې د قزاقستان سفیر ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې څخه د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان، ته هېڅ ډول ګواښ شتون نه لري او د افغانستان امنیت د سیمه‌ییز ثبات او همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.

دغه قزاق دیپلومات په خپلو څرګندونو کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ اړیکې د متقابل درناوي، اقتصادي همکاریو او ګډو ګټو پر بنسټ وبللې او زیاته یې کړه چې آستانه د دې اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

هغه همدارنګه د طالبانو د حکومت په اړه د خپل هېواد د دریځ په اشاره وویل چې قزاقستان تر اوسه دا حکومت په رسمي ډول په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د دواړو لورو ترمنځ اړیکې او تعاملات لا هم روان دي.

د قزاقستان سفیر ټینګار وکړ چې د افغانستان په وړاندې د بندیزونو سیاست پایله ورکونکي نه دی او نړیواله ټولنه باید خبرې او رغنده تعامل ته لومړیتوب ورکړي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې ثبات او امنیت نه یوازې د دې هېواد د وګړو لپاره، بلکې د اقتصادي، ترانزیتي او امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره هم په سیمه‌ییزه کچه بنسټیز ارزښت لري.

قزاقستان په وروستیو کلونو کې د هغو سیمه‌ییزو هېوادونو له ډلې دی چې له طالبانو سره د کاري اړیکو د ساتلو ترڅنګ یې له افغانستان سره پر اقتصادي، سوداګریزو او بشري همکاریو ټینګار کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x