د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان ځوان سوک وهونکی قیس علیزاده وتوانید چې د ۸۰ کیلو ګرامه وزن د ۲۲ کلنو اسیا جام سیالیو پای لوبه کې خپل هندي سیال ته ماتې ورکړي. دا لوبه د شنبې په ورځ د قزاقستان په استانه ښار کې ترسره شوه. علیزاده به د سه شنبې په ورځ د قزاقستان له سیالیو سره په وروستۍ لوبه کې د لوبې ډګر ته ووځي. تر اوسه د قیس علیزاده د سپینو زرو مډال تایید شوی دی. دا د افغانستان لومړنی مډال دی چې له ۲۲ کلنو کم عمره په اسیايي سیالیو کې یې ګټلی دی.

- 54
- کې خپور شو 1:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 8489
- 17 ثور 1403
- کې خپور شو 1:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 8489
- 17 ثور 1403
- خبرونه
- تازه تازه 13:20 - 17 ثور 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8489
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها



