په خوست ولایت کې د طالبانو سيمهييز چارواکي ، په اوبو کې د ډوبېدو له امله د دوو ځوانانو د مړینې خبر ورکوي.
مستغفر ګربز ، په خوست ولایت کې د طالبانو ویاند، وویل چې دغه پېښه د سېشنبې په ورځ شاوخوا د ماسپښین په یوه بجه د تڼیو ولسوالۍ اړوند په ګوخه کلي کې رامنځته سوې ده.
د هغه په وینا، دغه دوه ځوانان د اوبو په یوه بند کې د لامبو پر مهال د بېاحتیاطۍ له امله ډوب سوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
ګربز زیاته کړه چې د تڼیو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د ځواکونو، د اور وژنې مدیریت د مسؤلانو او د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ د دغو دوو ځوانانو جسدونه له اوبو څخه را ایستل سوي دي.
د نوموړي په وینا، د عدلي او قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته د قربانیانو جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارل سوي دي.




