د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د شنبې په ورځ د میزان په ۲۲مه بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت لپاره د طالبانو له والي محمد یوسف وفا سره یې وکتل. په دې کتنه کې د بلخ والي په دغه ولایت کې د اوبو او انرژۍ د پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه او شته ستونزې یې د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره شریکې کړې. د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وويل چی د امو بحر د څنډو د پیاوړتیا او په دغه ولایت کې د دغه وزارت د ټولو اړوندو پروژو له چارو به څارنه کوي او د شته امکاناتو له مخې به د دغه ولایت د خلکو د اوبو او برېښنا ستونزو ته پاملرنه وشي.

- 45
- کې خپور شو 2:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 6409
- 22 میزان 1402
- کې خپور شو 2:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 6409
- 22 میزان 1402
- خبرونه
- تازه تازه 14:15 - 22 میزان 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=6409
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
14 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها