د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۲۷) د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته ولاړ. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې لیکلي چې د حسین امیرعبداللهیان دا سفر د هغه د سعودي سیال فیصل بن فرحان په بلنه ترسره شو. په سعودي عربستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر علیرضا عنایتي د ایسنا خبري آژانس ته ویلي دي چې ښاغلی عبداللهیان به په دغه سفر کې له ریاض سره د هراړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د تهران پر هوډ ټینګار وکړي. د تهران او ریاض تر منځ د اړیکو له بیا پیلیدو وروسته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د روان کال د جوزا په میاشت کې تهران ته سفر وکړ.

- 46
- کې خپور شو 2:14 ب.ظ
- د خبر شمیره 5776
- 26 اسد 1402
- کې خپور شو 2:14 ب.ظ
- د خبر شمیره 5776
- 26 اسد 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
13 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها