د معمار پرس د خبر له مخې؛ دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د چین سفارت د ویزې د ملاقات سېسټم وړیا دی او سفارت به د ویزې د ملاقات تقرر فسخه نه کړي او نه به کومې منځګړې ادارې ته اجازه ورکړي، چې فورمه ډکه کړي، د ملاقات وخت ونیسي یا د هغې په استازیتوب د غوښتنلیک مواد وسپاري.
خبرپاڼه کې دغه راز راغلي: د دې لپاره چې د دوکې څخه مخنیوی وشي، د ویزې غوښتونکي کولی شي “د چین د ویزې غوښتنلیک یادښتونه” سره سم په سمه توګه فورمه ډکه کړي، د ملاقات وخت ونیسي او مواد په خپل ځای کې وسپاري.
د سرچینې په وینا، که څوک د بل چا په استازيتوب فورمه ډکه کړي او د ملاقات وخت ونیسي، د ویزې د ملاقات تقرر لغوه کېدل او دې برخه کې به نورې رامنځته کېدونکې ستونزې خپله د شخص پر غاړه وي.

- 69
- کې خپور شو 2:23 ب.ظ
- د خبر شمیره 4353
- 20 ثور 1402
- کې خپور شو 2:23 ب.ظ
- د خبر شمیره 4353
- 20 ثور 1402
- خبرونه
- تازه تازه 14:23 - 20 ثور 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=4353
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
15 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها