مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

متقي په دغه کتنه کې د اسلامي امارت په وروستیو لاسته راوړنو، سیاسي پرمختګونو، سوداګریز او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې او د ایران هېواد څخه یې مننه وکړه، چې په ایران کې بندي افغان زندانیان یې افغان حکومت ته وسپارل او لایې هم د سپارلو لړۍ روانه ده.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ایران سفیر ډاډ څرګند کړ، چې ایران له افغانستان سره لا زیاتو همکاریو ته ژمن دی.

قُمي زیاته کړه، چې هېواد يې چمتو دی، افغاني محصولات او میوې په ښه قیمت وپېري او د کرنې د ودې په برخه کې له افغان بزګرو سره هر اړخیزې همکارۍ ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه کتنه همداراز د ګڼو سیمیزو مسایلو او روانو جریاناتو سربېره د سوداګرۍ په وده او اورګاډي د پټلیو دغځولو په کار کې د چټکتیا په اړه تفصلي خبرې وشوې.

بیشتر بخوانید:  د روسیې د بهرنیو چارو وزارت: د ناټو د بهرنیو چارو وزیران باید د کولبا مثال تعقیب کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x