مزدور نیوکه کوونکي او چوپ پاتې کسان راضي نه دي!

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست وزیر ، محمد خالد حنفي په هرات ولایت کې د خپلې وینا پر مهال، له افغانستان څخه بهر د دې ډلې نیوکه کوونکي «اجیر، مزدور او وطن‌پلورونکي» بللي دي. او هغوی یې تورن کړي چې دغه کسان د راپورونو او نیوکو په خپرولو سره هڅه کوي د طالبانو د حکومت نوم بد کړي، د افغانستان د وګړو ترمنځ اختلافونه رامنځته کړي او په نړیواله کچه د دغه هېواد منفي انځور وړاندې کړي. د هغه په باور، له بهر څخه راپورته کېدونکې ډېری نیوکې د افغانستان د ریښتني وضعیت څرګندونه نه کوي، بلکې د طالبانو د حکومت د کمزوري کولو په موخه مطرح کېږي.
وزیر معارف طالبان: پذیرش خواست‌های جهانی حکومت را نابود می‌کند

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست وزیر ، محمد خالد حنفي په هرات ولایت کې د خپلې وینا پر مهال، له افغانستان څخه بهر د دې ډلې نیوکه کوونکي «اجیر، مزدور او وطن‌پلورونکي» بللي دي. او هغوی یې تورن کړي چې دغه کسان د راپورونو او نیوکو په خپرولو سره هڅه کوي د طالبانو د حکومت نوم بد کړي، د افغانستان د وګړو ترمنځ اختلافونه رامنځته کړي او په نړیواله کچه د دغه هېواد منفي انځور وړاندې کړي. د هغه په باور، له بهر څخه راپورته کېدونکې ډېری نیوکې د افغانستان د ریښتني وضعیت څرګندونه نه کوي، بلکې د طالبانو د حکومت د کمزوري کولو په موخه مطرح کېږي.

(د طالبانو د مخالفینو په اړه د حنفي د څرګندونو شننه)

محمد خالد حنفي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر، په هرات ولایت کې د خپلې وینا پر مهال، له افغانستان څخه بهر د دې ډلې نیوکه کوونکي «اجیر، مزدور او وطن‌پلورونکي» بللي او هغوی یې تورن کړي چې دوی د راپورونو او نیوکو په خپرولو سره د طالبانو د حکومت د بدنامولو، د وګړو ترمنځ د اختلاف رامنځته کولو او په نړیواله کچه د افغانستان د منفي انځور وړاندې کولو هڅه کوي. د هغه په وینا، له بهر څخه مطرح کېدونکې ډېری نیوکې د افغانستان د واقعیتونو انعکاس نه کوي او د طالبانو د حکومت د کمزوري کولو په موخه ترسره کېږي.

د نیوکه کوونکو پر وړاندې پراخ تورونه لګول، یو له هغو اسانه، خو په عین حال کې خطرناکو لارو څخه دي چې هر واکمن ځواک یې د حساب ورکونې څخه د تېښتې لپاره کاروي. کله چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر ټول بهر مېشتي مخالفان یو ځای «اجیر، مزدور او وطن‌پلورونکي» بولي، په حقیقت کې هڅه کوي د اعتراض غږ چوپ کړي، پرته له دې چې د نیوکو اصلي موضوعاتو ته ځواب ووایي. دا ډول وینا نه یوازې له دلیل څخه تشه ده، بلکې د طالبانو په واکمن جوړښت کې د ځواب‌ورکوونکي بحث د کمزورۍ څرګندونه هم کوي.

د ټولو نیوکه کوونکو «اجیر» بلل نه د ثبوت وړ دي او نه منطقي. د طالبانو د ډلې په بهرنیو نیوکه کوونکو کې داسې کسان هم سته چې کلونه یې د افغانستان په ټولنه کې ژوند کړی؛ خبریالان چې لسیزې یې د حقیقتونو د بیان لپاره کار کړی، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالان چې د چوپې سوې ټولنې غږ پاتې سوي، او سیاستوال چې د پخوانیو حکومتونو د چارو تجربه لري.
نه سي کېدای میلیونونه هغه کسان چې د وېرې، بېوزلۍ او ځپنې له امله له هېواده وتلو ته اړ سوي دي، یوازې د یوه تور په لګولو له صحنې لیرې کړل سي. حتی که دا ومنل سي چې د دغو نیوکه کوونکو له ډلې ځینې د بهرنیو حکومتونو په ملاتړ فعالیت کوي، دا هېڅکله د دې معنا نه لري چې ټولې نیوکې دې ناسمې وي. مشروع نیوکه کوونکي، هر ډول ملاتړ چې ولري، حق لري چې خپل غږ پورته کړي او خبرې یې واورېدل سي.

دوهمه اړینه پوښتنه دا ده چې طالبانو سره ددغو کسانو د مخالفت لامل څه دی؟ روښانه ځواب دا دی: هغوی نه له اسلام او نه له افغانستان سره مخالفت لري، بلکې د طالبانو له کړنو او تګلارې سره مخالف دي. کله چې ښځې د زده‌کړې او کار له حق څخه بې برخې کېږي، کله چې انجونې د بدحجابۍ په نوم په عام محضر کې وهل کېږي، کله چې خبریالان نیول کېږي او ځورول کېږي، کله چې د ښارونو له فضا څخه د موسیقۍ او خوښۍ غږونه ورک کېږي، او کله چې هر ډول سوله‌ییز اعتراض له ځپنې سره مخ کېږي؛ اعتراض خیانت نه، بلکې یو طبیعي او وجداني حق دی.دا غوښتنې له بهره راوړل سوي غوښتنې نه دي، بلکې د افغانستان د تاریخ، کلتور او د انسانانو د ارزښتونو له بنسټیزو غوښتنو څخه دي.

درېیم، د نیوکه کوونکو غوښتنې نه یوازې ناسمې نه دي، بلکې د نړیوالو قوانینو، بشري حقونو او حتی د اسلام له اصیلو لارښوونو سره همغږي لري. د انجونو او هلکانو د زده‌کړې حق، د ښځو د کار او په ټولنیزو چارو کې د ګډون حق، د بیان او رسنیو ازادي، د سوله‌ییز اعتراض حق، د ټولو قومونو او ټولنیزو ډلو په ګډون د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړېدل، او د لږکیو د حقونو درناوی؛ هغه غوښتنې دي چې د طالبانو تر واک لاندې په جرم بدلې سوي دي.

څلورم، هغه ټکی چې باید له پامه ونه غورځول سي، په افغانستان کې دننه چوپ اعتراضونه دي. په ښارونو، کلیو او ان حتی د طالبانو د لیکو په منځ کې د ناخوښۍ څپې د رامنځته کېدو په حال کې دي، خو د وېرې او سخت فشار له امله د څرګندېدو فرصت نه پیدا کوي. د وګړو چوپتیا د رضایت نښه نه ده، بلکې د هغه ځواک له وېرې نښه ده چې نه نیوکه زغملی سي او نه غواړي په خپلو کړنو کې بیاکتنه وکړي. همدغه راټولې سوي ناخوښۍ به د افغانستان د ټولنې په زړه کې د یوه بل راتلونکي تخم وکري.


په ټوله کې، د ښاغلي حنفي خبرې تر دې چې د ځواک نښه وي، د کمزورۍ نښه ښکاري؛ هغه کمزوري چې د حقیقت د ردولو، تور لګولو او له واقعیت څخه د تېښتې په بڼه څرګندېږي. که د طالبانو حکومت رښتیا هم د افغانستان وګړو ته خدمت کوي، باید د نیوکه کوونکو غږ ته، که څه هم سختې نیوکې وي، د اورېدو اجازه ورکړي. هغه حکومت چې له بهر څخه د یوه نیوکه کوونکي له وینا څخه وېرېږي، په دننه کې د وګړو باور نه سي ترلاسه کولای. د حل لاره د حقیقت ردول او ځپنه نه ده، بلکې خبرې اترې، حساب ورکونه او د وګړو د بنسټیزو حقونو درناوی دی؛ هغو وګړو چې کلونه یې په چوپتیا او کړاو کې د خپلو اولادونو لپاره د ښه راتلونکي هیله کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x