د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه

فرشته عباسي ، د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې ، د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې سره، د جګړې د ښکېلو لورو له خوا د احتمالي جنګي جرمونو په اړه د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه

فرشته عباسي ، د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې ، د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې سره، د جګړې د ښکېلو لورو له خوا د احتمالي جنګي جرمونو په اړه د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کړې ده.

فرشتې عباسي د چهارشنبې په ماښام د بشري حقونو د څار سازمان پر وېبپاڼه خپاره کړي یادښت کې لیکلي، د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه راپورونه د دې اړتیا لا روښانه کوي چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو له خوا د نړیوالو جګړه‌یزو قوانینو د احتمالي سرغړونو په اړه څېړنه وسي.

هغې همدارنګه د ۱۴۰۴ کال د حوت په ۲۵مې نېټې د پاکستان هوايي برید ته اشاره کړې، چې په کابل کې د «امید» په نوم د روږدي کسانو د درملنې پر مرکز سوی وو، او ویلي یې دي چې د بشري حقونو د څار سازمان داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي چې دغه مرکز دې د پوځي موخو لپاره کارول سوی وي.

د دې څېړونکې په وینا، د دغه بنسټ څېړنې ښايي چې د «امید» پر مرکز هوايي برید، له پوځي او ملکي موخو ترمنځ له توپیر پرته ترسره سوی دی، چې د بشري نړیوالو قوانینو له مخې ناقانونه اقدام بلل کېږي.

عباسي زیاته کړې ده چې د پاکستاني ځواکونو هوايي او توغندیزو بریدونو د سرحدي سیمو ۱۹ روغتیايي مرکزونه تړلي دي، چې له امله یې د سیمې د اوسېدونکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له ستونزو سره مخ سوی دی.

هغې ټینګار کړی چې په دغو سیمو کې بشري وضعیت له دې وړاندې هم له بحران سره مخ وو، او له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د سرحدي ټولنو فشارونه لا زیات کړي دي.

دغه څېړونکې په پای کې د بشري نړیوالو قوانینو له مخې د ښکېلو لورو ژمنو ته په اشارې سره، له پاکستاني ځواکونو او طالبانو غوښتي چې د ملکي وګړو د زیانمنېدو د مخنیوي لپاره له استوګنیزو سیمو سره نږدې د پوځي موخو له ځای پر ځای کولو ډډه وکړي.

هغې څرګنده کړې چې د جګړه‌یزو قوانینو سرغړونه د یوه لوري له خوا، بل لوری له دغو قوانینو د رعایت له مسؤلیت څخه نه معاف کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x