د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ «ویکي فارمر» (Wikifarmer) بنسټ د «د ۲۰۲۶ د بزګر غږ » تر سرلیک لاندې په خپل راپور کې د افغانستان او د نړۍ د ډېرو هېوادونو د بزګرانو د ژوند د خرابېدونکي وضعیت په اړه خبر ورکړی دی. دغه راپور چې یوه کاپي یې له رسنیو سره شریکه سوې، د یوې پراخې نړیوالې سروې پر بنسټ چمتو سوی دی.
ایرنا ولز ، ددغه راپور چمتو کوونکې ویلي، چې ۶۸ سلنه افغان بزګرانو څرګنده کړې چې د دوی عواید د تېر یوه کال په پرتله کم سوي دي او له نیمایي څخه ډېرو بزګرانو د عوایدو د پام وړ کمښت تجربه کړی دی.
دغه څېړنه د شپږو وچو له ۱۵۸ هېوادونو څخه د ۱۰ زره او ۲۳۴ بزګرانو په ګډون ترسره سوې ده، او معلومات یې د ۲۰۲۵ کال د نومبر له میاشتې څخه تر د ۲۰۲۶ کال د مارچ پورې راټول سوي دي. د راپور د چمتو کوونکو په وینا، دا سروې تر اوسه د بزګرانو د نظرونو په اړه تر ټولو لویه نړیواله څېړنه بلل کېږي. افغانستان هم د ۲۵۷ ګډونوالو په ګډون د دې څېړنې له مهمو بېلګو څخه دی.
د افغانستان اړوند موندنې ښايي چې ۵۲ سلنه ګډونوالو ویلي، د دوی عواید د تېر کال په پرتله په څرګند ډول کم سوي دي. همدارنګه، ۴۰ سلنه بزګرانو د لوړ فشار او اندېښنې خبر ورکړی، او ۳۷ سلنه نورو ویلي چې د خرابو هوايي شرایطو یا افتونو له امله یې خپلو زراعتي محصولاتو ته درانه زیانونه اوښتي دي. راپور همدارنګه ښايي چې په افغانستان کې نږدې نیمایي ګډون کوونکي بزګران تر ۳۰ کلونو کم عمر لري.
د دې نړیوالې سروې موندنې ښايي چې د بزګرانو د ژوند ستونزې یوازې تر افغانستان محدودې نه دي. د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې نږدې نیمایي بزګران باور لري چې د خپل کار په بدل کې عادلانه مزدوري نه ترلاسه کوي. همدارنګه، ددغو بزګرانو څلورمې برخې ویلي چې د تېر کال په پرتله یې د عوایدو په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی دی.



