د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې ګول کیپر محمد جواد صفري چې د اسیا د فوټسال د ملتونو په کپ کې یې ځلېدلی، د اصفهان د ګیتي پسند فوټسال لوبډلې سره یو تړون لاسلیک کړ. د ایران د اصفهان ښار د ګیتي پسند سپورت کلتوري کلب د عامه اړیکو د راپور له مخې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ګول کیپر محمد جواد صفري د ګېټي پسند کلب په دفتر کې د محمد کشاورز له زده کوونکو سره یوځای شو او د کلب له مدیرانو سره یې خبرې اترې وکړې. زموږ د هېواد د فوټسال د ملي لوبډلې ګول ساتونکی ۲۴ کلن صفري د فوټسال نړیوال جام ته د افغانستان د پرمختګ یو له ستنو څخه و. د ګېټي پسند فوټسال ټیم د محمد کشاورز په مشرۍ د ایران د فوټسال لیګ په وروستي فصل کې اتلولۍ خپله کړه. په ورته وخت کې به محمد جواد صفري د هېواد له ملي لوبډلې سره په نړیوال جام کې ګډون وکړي.

- 62
- کې خپور شو 1:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 8777
- 6 جوزا 1403
- کې خپور شو 1:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 8777
- 6 جوزا 1403
- خبرونه
- تازه تازه 13:20 - 6 جوزا 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8777
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د ۲۰۲۶ نړیوال جام ټول ریکارډونه او شمېرې
13:53 - 29 سرطان 1405

د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبه؛ د سپورت په تاریخ کې تر ټولو ګرانه سیالي؟!
13:54 - 27 سرطان 1405

د ۲۰۲۶ نړیوال جام د پایلوبې او د درېیم مقام د لوبې مهالوېش اعلان سو
12:48 - 25 سرطان 1405

د ۲۰۲۶ نړیوال جام؛ هسپانیې په پیاوړي بری سره د نړیوال جام پایلوبې ته لار وموندله
15:18 - 24 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها