د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ارجنټاین ملي لوبډلې نن سهار (یکشنبه) د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې د اردن ملي لوبډلې ته ۳ پر ۱ ماته ورکړه او د J ګروپ د لومړي مقام په توګه د حذفي پړاو ته ولاړه.
په دې لوبه کې لیونل مسي، د ارجنټاین د ملي لوبډلې ستوري، د تېرو دوو لوبو په څېر یو ځل بیا ګول وواهه او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه. د ارجنټاین کپتان د لوبې په ۸۰مه دقیقه کې د آزادې ضربې له لارې د اردن دروازه خلاصه کړه او یو تاریخي ریکارډ یې خپل په نوم سره ثبت کړ.
د اتوو د سرو زرو توپونو ګټونکی د دې ګول سره د نړیوال جام په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی سوو چې په اوو پرلهپسې لوبو کې یې په دې سیالیو کې ګول وهلی دی؛ دا لاسته راوړنه د هغه مقام د فوټبال د تاریخ د تر ټولو لویو لوبغاړو په منځ کې لا نور هم ټینګوي.
ارجنټاین د درې پرلهپسې بریاوو او بشپړو ۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره ګروپي پړاو په قوي ډول پای ته ورساوه او اوس د شپاړسم پړاو لپاره چمتووالی نیسي.
د آلبیسلسته لوبډله به په دې پړاو کې د شنبې په ورځ د سرطان په ۱۳مه، د امریکا په میامي کې ، د کیپ ورډ ملي لوبډلې سره مخ سي.




