صربستانی ډی جان دیجوویک د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې نوی ستر روزونکی سوو

نصیر صداقت ، د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې مدیر خبر ورکړی چې د صربستان هېواد روزونکی ډی جان دیجوویک د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې د نوي ستر روزونکي په توګه ټاکل سوی دی.
صربستانی ډی جان دیجوویک د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې نوی ستر روزونکی سوو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، نصیر صداقت ، د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې مدیر ، تایید کړی چې د صربستان هېواد روزونکی ډی جان دیجوویک د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې د نوي ستر روزونکي په توګه ټاکل سوی دی.

د هغه په وینا، ډی جوویک د نوي تخنیکي کادر له نورو غړو سره یوځای د جمعې په ورځ (د جوزا په ۲۹مه) کابل ته رسېدلي دي، څو د افغانستان د فوټبال له فدراسیون سره خپل رسمي تړون لاسلیک کړي.

صداقت زیاته کړې چې جواد اصغري‌مقدم د ایران هېواد څخه د تخنیکي مرستیال روزونکي په توګه، رضا سمایي د ایران هېواد څخه د دروازه‌ساتونکو د روزونکي په توګه، جوا د برازیل هېواد څخه د تخنیکي شنونکي په توګه او ریو سامانا د اسپانیا هېواد څخه د مرستیال روزونکي په توګه د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نوی تخنیکي کادر جوړوي.

پلان سوې ده چې دا غړي په راتلونکو ورځو کې د افغانستان د د فوټبال له فدراسیون سره خپل رسمي تړونونه لاسلیک کړي.

ډی جان دیجوویک ، د مجید مرتضوي ځای ناستی کېږي، د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې ایرانی ستر روزونکی وو چې لږ موده وړاندې یې تړون پای ته رسېدلی وو.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې د مجید مرتضوي تر لارښوونې لاندې د پام وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي. د هېواد ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د آسیا د ملتونو جام سیالیو او بیا د فوټسال نړیوال جام سیالیو ته لاره وموندله.

افغانستان د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام سیالیو کې هم د پام وړ فعالیت ترسره کړ او د ګروپي پړاو له تېرېدو وروسته یې ۱/۸ پړاو پړاو ته لاره وموندله، خو په دې پړاو کې یې د سیالیو له دوام څخه پاتې سوو.

همدارنګه د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د روان میلادي کال د آسیا د ملتونو جام سیالیو کې تر څلورم پړاو پورې پرمختګ وکړ، خو د جاپان د ملي لوبډلې په وړاندې له ماتې وروسته له سیالیو ووتله.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x