د ارجنتاین د فوټبال ملي لوبډلې، چې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام مدافع اتلولي لري، په دې سیالۍ کې خپل سفر د الجزایر پر وړاندې په پیاوړې بریا او د کینګ لېو له خوا په نوې لاسته راوړنې سره پیل کړ.
ارجنتاین نن د چهارشنبې په سهار ۴:۳۰ بجې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د J ګروپ په لومړۍ لوبه کې د امریکا د کانزاس ښار په «اروهد» لوبغالي کې د الجزایر له لوبډلې سره مخامخ سوو او په پای کې یې ۳ پر ۰ بریا خپله کړه.
د دې لوبې ستوری لیونل مسي و، چې د خپلې لوبډلې درې واړه ګولونه یې ووهل، هېټټریک یې وکړ او په دې توګه یې د نړیوال جام په بېلابېلو دورو کې د خپلو ګولونو شمېر ۱۶ ته ورساوه، او د جرمني د پخواني بریدګر میروسلاو کلوزه له ریکارډ سره برابر سوو، چې د دې سیالیو په تاریخ کې د تر ټولو زیات ګول وهونکي په توګه یادېږي.
د مدافع اتلولۍ خاوند لوبډلې دا بریا په داسې حال کې ترلاسه کړه چې د لوبې په لومړیو لسو دقیقو کې دوه ګولونه، چې د لیونل مسي او فارس شایبي له خوا وو، د اوفسایډ له امله لغوه سول.
د لیونل اسکالوني شاګردانو، چې د نړیوال جام په درېویشتم پړاو کې د مدافع اتلانو په توګه ګډون لري، د دې قاطع بریا له لارې نورو سیالو لوبډلو ته خپل ځواک څرګند کړ .
له بلې خوا، د الجزایر ملي لوبډلې چې له ۱۲ کلونو وروسته پنځم ځل د نړیوال جام برخه ګرځېدلې، د دې سیالیو په تاریخ کې خپله اتمه ماته د ۱۵ لوبو په ترڅ کې تجربه کړه.




