عباس حیدری، د افغانستان د فوټسال ملي لوبغاړی، د ایران لیګ ته ولاړ

عباس حیدری، د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې لوبغاړی ، د یو کلن تړون له لاسلیک وروسته د ایران د فوټسال غوره لیګ د «نګین تندیس قرچک» لوبډلې سره یوځای سوو، څو د افغانستان د فوټسال د نوي لژیونر په توګه په سیالیو کې برخه واخلي.
عباس حیدری، د افغانستان د فوټسال ملي لوبغاړی، د ایران لیګ ته ولاړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، عباس حیدری ، د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې لوبغاړی ، د ایران د فوټسال د غوره لیګ د نوي فصل د ګډون لپاره د «نګین تندیس قرچک» لوبډلې سره یوځای سوو.

د ورزشي رسنیو د راپورونو له مخې، حیدری د یو کلن تړون په لاسلیک سره په رسمي ډول د دې لوبډلې د لوبغاړو په ډله کې شامل سوو.

نګین تندیس قرچک، چې په دې وروستیو کې یې د «عرشیا آذربایجان ښار قدس» د ټیم امتیاز اخیستی او د ایران د فوټسال غوره لیګ ته د ګډون جواز یې ترلاسه کړی، په راتلونکي فصل کې به د دې سیالیو د تهران ولایت یوازینی استازی ټیم وي.

د عباس حیدری دې لوبډلې ته ورګډېدل د افغانستان د فوټسال د لوبغاړو د ایران د معتبرو لیګونو په لړۍ کې د دوام یو نوی ګام بلل کېږي؛ داسې حضور چې په وروستیو کلونو کې یې د افغان لوبغاړو د تجربې او مهارت په لوړولو کې مهم رول لوبولی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x