محمدظاهر سروري، د افغانستان ورزشکار، د ۱۰۰ کیلوګرامه وزن په برخه کې د کورش د څانګې د آسیا د قهرمانۍ په پنځلسم پړاو سیالیو کې د برونز مډال ترلاسه کړ.
د دې مډال په ګټلو سره د افغانستان د مډالونو شمېر په دغو سیالیو کې درېو د برونزو مډالونو ته لوړ سوو او سروري په دې سیالیو کې د افغانستان د کاروان درېیم مډال ګټونکی وبلل سوو.
د آسیا د کورش د قهرمانۍ سیالۍ د اسیا د بېلابېلو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره کېږي، چې د افغانستان استازي هم په بېلابېلو برخو کې په دې سیالیو کې ګډون لري.
د محمدظاهر سروري له خوا د برونزو مډال ترلاسه کول ، په دې مهمه آسیایي سیالۍ کې ، د افغانستان د ورزشکارانو د بریالي ګډون دوام بلل کېږي ، او د هېواد د ورزش د ویاړونو په پاڼه کې یې یوه نوې پاڼه ورزیاته کړې ده.




