د برازیل د فوټبال ملي لوبډله، چې د نړیوال جام په تاریخ کې د پنځو دورو اتله پاتې سوې ده، د یکشنبې په سهار د ۲۰۲۶ نړیوال جام د C ګروپ په چوکاټ کې د نیوجرسي په مټلايف لوبغالي کې د مراکش له ملي لوبډلې سره مخامخ سوه، چې دا لوبه د ۱–۱ په مساوي کېدو پای ته ورسېده.
د محمد وهبي شاګردانو لوبه ډېره ښه او په بریدیزه ډول پیل کړه او ژر یې د خپلې لومړنۍ غوره والی پایله ترلاسه کړه. مراکش په ۲۱مه دقیقه کې د اسماعیل صیباري له خوا د لوبې لومړی ګول وواهه، او له ګول وروسته یې هم خپل مخکښ فوټبال ته دوام ورکړ.
د افریقا د لویې وچې استازی د برازیل پر دروازه څو فرصتونه برابر کړل، خو د آنچلوتي شاګردان کرار کرار په لوبه کې ځانونه برابر کړل او په ۳۱مه دقیقه کې وینیسیوس جونیور د مراکش پر دروازه د مساوي ګول وواهه.
په دوهمه نیمایي کې لوبې د لومړۍ ۴۵ دقیقو هغه شور او حیرانتیا نه درلوده او دواړو لوبډلو له ډېر احتیاطه کار واخیست. دواړو لوبډلو د خپلو ترکیبونو له بدلونونو وروسته هم و نه سوو کولای چې بیا ګول وکړي. په پای کې لوبه د هماغه پایلې سره پای ته ورسېده چې په لومړۍ نیمایي کې سوې وه، نو برازیل د ۲۰۲۶ نړیوال جام بې ثباته پیل کړ او په لومړۍ لوبه کې یې دوه مهم امتیازونه له لاسه ورکړل.
د دې لوبې قضاوت د سلوانیايي داور اسلاوکو وینچیچ په غاړه وو.




