د فوټبال د نړیوال جام درې ویشتم پړاو سیالۍ به له نن ماښام (پنجشنبه، ۲۱ جوزا) د مکسیکو ښار په لوبغالي کې د مکسیکو او سویلي افریقا د لوبې په ترسره کېدو سره پیل سي.
د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام بې له شکه د دې سیالۍ له تر ټولو جنجالي نسخو څخه ګڼل کېږي؛ هغه جنجالونه چې د بېلابېلو لوبډلو د غړو امریکا ته له رسېدو سره لا جدي بڼه خپله کړې ده.
هغه جام چې پکښې د ځینو راپورونو له مخې یو قاضي د «ترهګریزې ډلې له مشکوکو کسانو سره د اړیکو» په تور تورن سوی، د ایران د لوبډلې یو شمېر غړي، د لوبډل مشر په ګډون، د امریکا ویزه نه سي ترلاسه کولای، د سنګال او ازبکستان ملي لوبغاړي د امریکا ته د ننوتلو پر مهال د نشهيي موادو د قاچاقبرانو په څېر تلاشي کېږي، او د ایران د ملي لوبډلې زیاتره مینهوال له سفر څخه پاتې کېږي، دا هغه سیالۍ نه ده چې د فیفا د رئیس په وینا یې موخه «د نړۍ د خلکو یو ځای کول» وو.
د امریکا د ټولو خنډ اچونکو هڅو سربېره، د نړیوال جام د ګډونوالو د شمېر زیاتوالی ۴۸ لوبډلو ته د دې سیالۍ پر کیفیت اغېز کړی دی. نږدې د نړۍ د فوټبال د ملي لوبډلو څلورمه برخه دې جام ته لاره مومي او د دې له امله چې د ګروپي پړاو کې ۷۲ لوبې ترسره کېږي، ځینې یې چندان جذابیت نه لري. تنظیموونکي هم اړ دي چې د درېیم پړاو په یوه ورځ کې ۶ لوبې ترسره کړي.
د ټولو دې منفي ټکو سره سره، لا هم دا هیله سته چې د فوټبال په میدان کې د نندارې وړ او په زړه پورې لوبې وکتل سي. د انګلستان – کروشیا، فرانسې – ناروې، یوروګوای – هسپانیا او جرمني – اکوادور په څېر لوبې د ګروپي پړاو کې د فوټبال مینهوالو لپاره د حیرانتیا پیل کېدای سي.
برازیل تر اوسه پورې پنځه ځله د فوټبال د نړۍ اتلولي ګټلې ده او له همدې امله د دې سیالیو ریکارډ لرونکی هېواد ګڼل کېږي. سلسائو دا ځل د کلبونو سیالیو د ماهر روزونکي کارلو انچلوتي سره هڅه لري چې له شپږو دورو وروسته بیا د نړۍ د فوټبال پر سر ودریږي.
خو فرانسه د کیلیان امباپه، مایکل اولیسه او عثمان ډمبله په څېر لوبغاړو له امله تر ټولو زیات ستوری لرونکي لوبډله بلل کېږي. پرتګال، ارجنټاین، هسپانیا او انګلستان هم اوس له تجربې لرونکي او ستورو لرونکو نسلونو سره د جام د راتلونکو قوي سیالانو په توګه مطرح دي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې لیونل مېسي او کریستیانو رونالډو به په دې سیالیو کې وروستی ځل ګډون وکړي. دا دوه ستوري له ۲۰۰۶ کال راهیسې د دې ټورنمنټ ثابت غړي پاتې سوي او اوس به د نړۍ تر ټولو لویه سیالۍ وروستی ځل تجربه کړي.
د ګروپونو وېش په لاندې ډول دی:
ګروپ A: مکسیکو، سویلي افریقا، سویلي کوریا او چک جمهوریت
ګروپ B: کاناډا، بوسنیا او هرزګوینا، قطر او سویس
ګروپ C: برازیل، مراکش، هایتي او سکاټلنډ
ګروپ D: امریکا، پاراګوای، استرالیا او ترکیه
ګروپ E: جرمني، کوراساو، آیوري کوسټ او اکوادور
ګروپ F: هالنډ، جاپان، سویډن او تونس
ګروپ G: بلجیم، مصر، ایران او نیوزیلنډ
ګروپ H: هسپانیا، کیپ ورد، سعودي عربستان او یوروګوای
ګروپ I: فرانسه، سنګال، عراق او ناروې
ګروپ J: ارجنټاین، الجزایر، اتریش او اردن
ګروپ K: پرتګال، کانګو، ازبکستان او کولمبیا
ګروپ L: انګلستان، کروشیا، ګانا او پاناما
له هر ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې او د ۱۲ ګروپونو څخه ۸ غوره نورې لوبډلې د شپاړسم پړاو ته لاره مومي. غوره ټیمونه د امتیاز او د ګولونو د توپیر له مخې ټاکل کېږي. که امتیازونه برابر وي، د ګولونو شمېر، کم خوړل سوي ګولونه او د ژېړو او سور کارتونو شمېر به ټاکونکی وي، او که بیا هم مساوي وي نو قرعهکشي کېږي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ګروپي پړاو د لوبو پروګرام د ایران په وخت:
پنجشنبه – ۲۱ جوزا
لوبه ۱: مکسیکو – سویلي افریقا، ۲۲:۳۰ – آزتکا لوبغالی، مکسیکو ښار (ګروپ A)
جمعه – ۲۲ جوزا
لوبه ۲: سویلي کوریا – چک جمهوریت، ۰۵:۳۰ – اکرون ګوادالاخارا (ګروپ A)
لوبه ۳: کاناډا – بوسنیا او هرزګوینا، ۲۲:۳۰ – BMO فیلډ ټورنټو (ګروپ B)
شنبه – ۲۳ جوزا
لوبه ۴: امریکا – پاراګوای، ۰۴:۳۰ – سوفای لوبغالی، لاس انجلس (ګروپ D)
لوبه ۵: قطر – سویس، ۲۲:۳۰ – لیوایز لوبغالی، سان فرانسیسکو (ګروپ B)
یکشنبه – ۲۴ جوزا
لوبه ۶: برازیل – مراکش، ۰۱:۳۰ – مېټلایف نیویارک (ګروپ C)
لوبه ۷: هایتي – سکاټلنډ، ۰۴:۳۰ – ژیلت بوستون (ګروپ C)
لوبه ۸: استرالیا – ترکیه، ۰۷:۳۰ – BC پلیس وینکوور (ګروپ D)
لوبه ۹: جرمني – کوراساو، ۲۰:۳۰ – NRG هیوستون (ګروپ E)
لوبه ۱۰: هالنډ – جاپان، ۲۳:۳۰ – AT&T دالاس (ګروپ F)




