د افغانستان د ورزش په تاریخ کې په یوه مهمه لاسته راوړنه کې، د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلي پخوانۍ لوبډلمشره ، د خالده پوپل نوم د «ټایم» مجلې له خوا د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د ۱۰۰ اغېزمنو ورزشي څېرو په فهرست کې شامل سوی دی.
دا انتخاب د ښځو د ورزش د پراختیا او په نړیواله کچه د افغانستان د ښځینه ورزشکارانو د حقونو د ملاتړ په برخه کې د پوپل د رول او اغېز انعکاس بلل کېږي.
د خالده پوپل نوم په دې فهرست کې د ښځو د ورزش د پراختیا او د افغانستان د ښځینه ورزشکارانو د حقونو د ملاتړ په برخه کې د هغې د مهم رول له امله ثبت سوی دی.
هغې له کلونو راهیسې د فوټبال په ډګر کې د فعالیت او د ښځو د حقونو د دفاع له امله، په نړیواله کچه د افغانستان د ورزش له تر ټولو پېژندل سویو څېرو څخه شمېرل کېږي.
د «ټایم» مجلې د هغې د پېژندنې په برخه کې لیکلي چې خالده پوپل په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د ښځو د فوټبال د لومړني ملي لوبډلي له بنسټګرو څخه وه او سربېره پر دې چې په میدان کې یې لوبه کوله، د ښځو د فوټبال په پراختیا او د انجونو د ګډون په زیاتوالي کې یې هم مهم رول لوبولی دی.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د سیاسي بدلونونو او د ښځو د ورزش د فعالیتونو د درېدلو وروسته، ډېرې ښځینه ورزشکارانې، چې په هغوی کې پوپل هم شامله وه، له هېواد څخه ووتلې.
د دې راپور له مخې، خالده پوپل د ډنمارک هېواد ته له کډوالۍ وروسته هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او د «افغان وومن یونایتد» لوبډلي په جوړولو او تنظیم کې یې مهم رول لوبولی دی؛ دا لوبډله په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغان ښځینه فوټبالرانو له ډلې جوړ سوی ده.
دا لوبډله د نړیوالو هڅوونیزو کمپاینونو وروسته د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له خوا په رسمي ډول وپېژندل سوه.
د دې پرېکړې له مخې، د دې لوبډلې لوبغاړې کولای سي په نړیوالو سیالیو کې، د ۲۰۲۸ کال د اوړي د المپیک د انتخابي سیالیو په ګډون، برخه واخلي.
د «ټایم» مجلې د «د نړۍ د ۱۰۰ اغېزمنو ورزشي څېرو» فهرست هر کال خپرېږي او هغو ورزشکارانو، روزونکو او شخصیتونو ته ځانګړی کېږي چې د ورزشي نړۍ په جوړښت کې مهم رول لري.




