د معمار خبري آژانس د راپور له مخې ؛ کریستیانو رونالډو، د سعودي عربستان د النصر کلب پرتګالی ستوری، او لیونل مېسي، د امریکا د اینټر میامي کلب ارجنټایني اتل، د فوټبال د نړۍ دوه اغېزمن او تاریخ جوړونکې څېرې ، چې د شاوخوا دوو لسیزو فعالیت وروسته ، اوس د خپلو ورزشي ویاړونو تر څنګ، د دې ورزش د تاریخ د میلیاردرانو ډلې ته هم ور داخل سوي دي.
دا دوه ستر ستوري د ۲۰۲۶ نړیوال جام له احتمالي وروستي ګډون څخه مخکې، چې د کاناډا، مکسیکو او متحده ایالاتو په ګډ کوربهتوب ترسره کېږي، رسماً د میلیاردر لقب ترلاسه کړی دی. دواړه لوبغاړي لا هم د نړۍ د فوټبال په تر ټولو ستره ملي سیالۍ کې د بیا اتلولۍ خوب ویني.
۴۱ کلن کریستیانو رونالډو او ۳۸ کلن لیونل مېسي په داسې وخت کې د خپل مسلکي ژوند دې پړاو ته رسېږي چې دواړه هڅه کوي په خپلو وروستیو نړیوالو جامونو کې یو بل تاریخي ویاړ هم خپل کارنامې ته ورزیات کړي.
د فوربس د راپور له مخې، لیونل مېسي د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې د بارسلونا، پاریسنژرمن او اینټر میامي له کلبونو سره د تړونونو له لارې شاوخوا ۱.۲ میلیارد پونډه عاید ترلاسه کړی دی. په مقابل کې، د کریستیانو رونالډو عاید د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې د سعودي عربستان النصر کلب ته له تګ وروسته په څرګند ډول زیات سوی او ټول عاید یې شاوخوا ۱.۲۶ میلیارد پونډه ته رسېدلی دی.
د دواړو لوبغاړو د شتمنۍ مهمه برخه د سوداګریزو او تبلیغاتي تړونونو له لارې ترلاسه کېږي. رونالډو له نایکي او هربالایف سره همکاري لري او له خپل شخصي برانډ CR7 څخه هم د پام وړ عاید ترلاسه کوي. همدارنګه هغه د ټولنیزو شبکو له لارې هر کال میلیونونه پونډه عاید لري.
په مقابل کې، لیونل مېسي له پپسي، هارډ راک او اډیډاس سره تجارتي تړونونه لري. د هغه د اډیډاس له شرکت سره د ټول عمر تړون د سپورټ په نړۍ کې له مهمو تړونونو څخه ګڼل کېږي او هر کال ورته میلیونونه پونډه عاید برابروي.
د اټکل له مخې، د رونالډو د شتمنۍ خالص ارزښت شاوخوا ۱.۴ میلیارد پونډه او د مېسي شتمني شاوخوا ۱.۲ میلیارد پونډه اټکل سوې ده. په دې سره دواړه لوبغاړي د نړۍ د محدود شمېر میلیاردر فوټبالرانو په ډله کې شامل سوي دي.
همدارنګه ډیویډ بکام هم په دې وروستیو کې د سپورټ د میلیاردرانو ډلې ته ور داخل سوی او د برېتانیا د لومړي ورزشکار په توګه په دې کچه پېژندل کېږي.




