افغانستان د هند د کرکټ ملي لوبډلې د تاریخي کوربه توب په درشل کې

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان د کرکټ بورډ هیئت (ACB) ښايي د لومړي ځل لپاره د هند د کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب وکړي، په درې لوبیزو T20I سیالیو کې؛ هغه پېښه چې که په رسمي ډول تایید سي، د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې به یو مهم بدلون او د پام وړ پرمختګ وګڼل سي.
افغانستان د هند د کرکټ ملي لوبډلې د تاریخي کوربه توب په درشل کې

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ هندي رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان د کرکټ بورډ هیئت (ACB) ښايي د لومړي ځل لپاره ، په درې لوبیزو T20I سیالیو کې ، د هند د کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب وکړي.

د دغو راپورونو له مخې، دا سیالۍ د سپتمبر میاشتې لپاره پلان سوې دي او ټاکل سوې ده چې په نوي ډیلي ښار کې ترسره سي. خو تر اوسه پورې نه د افغانستان د کرکټ بورډ هیئت او نه هم د هند لوري په رسمي ډول دا پروګرام تأیید کړی دی.

که دا سیالۍ ترسره سي، نو دا به لومړی ځل وي چې افغانستان د هند پر وړاندې د یوې درې سیالیو لرونکې شل اوریزې نړیوالې لړۍ د کوربه په توګه پېژندل کېږي.

له دې مخکې یوازې یو ځل د دواړو ټیمونو ترمنځ د T20I لړۍ ترسره سوې وه چې کوربه توب یې هند کړی وو. په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ورزشي اړیکې پراخې سوې دي او د افغانستان ملي لوبډلې څو ځله له هندي اسانتیاوو او لوبغالو څخه د نړیوالو سیالیو د کوربه توب لپاره ګټه اخیستې ده.

همدارنګه راپورونه ښايي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هند پر وړاندې د خپل یوازیني ټېسټ سیالۍ لپاره چمتووالی نیسي؛ هغه لوبه چې ټاکل سوې د جون په شپږمه نېټه پیل سي.

ورزشي کارپوهان باور لري چې د دغو سیالیو ترسره کېدل کولای سي د افغانستان د کرکټ نړیوال دریځ د پراختیا او د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x