د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون اعلان کړی چې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې غړي په څلور اړخیزو فوټبال سیالیو کې د ګډون په موخه مالدیف ته ولاړل.
د افغانستان د فوټبال د ملي فدراسیون د معلوماتو له مخې، دا سیالۍ د روان کال د جون له لومړۍ تر لسمې نېټې پورې ترسره کېږي او د افغانستان ملي لوبډله به د دې سیالیو په جریان کې د مالدیف، پاکستان او بنګلهدېش له ملي لوبډلو سره مخامخ سي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلینو دا سیالۍ د ملي لوبغاړو د چمتووالي د زیاتولو او د لوبغاړو ترمنځ د همغږۍ د لوړولو لپاره د راتلونکو رسمي سیالیو مخکې یو مناسب فرصت بللی دی.
د هغوی په وینا، په دې ټورنمنټ کې ګډون کولای سي د لوبغاړو لپاره د لا زیاتې تجربې د ترلاسه کولو او د لوبډلې د تخنیکي وړتیاوو د ارزونې زمینه برابره کړي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په وروستیو کلونو کې په سیمهییزو او نړیوالو سیالیو کې فعاله ونډه لري او د دوستانه سیالیو او په څو اړخیزو ټورنمنټونو کې ګډون د دې لوبډلې د چمتووالي له مهمو پروګرامونو څخه شمېرل کېږي.
د مالدیف څلور اړخیزې سیالۍ هم د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تخنیکي پروګرامونو یوه برخه ده چې د راتلونکو رسمي سیالیو په درشل کې د ملي لوبډلې د لا ښه چمتووالي لپاره ترسره کېږي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د څلور اړخیزو سیالیو د ګډون لپاره مالدیف ته ولاړه




