مسي د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته رسېږي

لیونل مسي، د ارجنټاین د فوټبال ستر ستوری او د انټر میامي کلب لوبغاړی، چې د فیلادلفیا پر وړاندې په لوبه کې ټپي سوو او له میدان څخه ووته، د فوټبال ټول مینه‌وال یې اندېښمن کړل.
لیونل مسی به اینتر میامی پیوست

لیونل مسي، د ارجنټاین د فوټبال ستر ستوری او د انټر میامي کلب لوبغاړی، چې د فیلادلفیا پر وړاندې په لوبه کې ټپي سوو او له میدان څخه ووته، د فوټبال ټول مینه‌وال یې اندېښمن کړل.

د مسي ټپ د فوټبال مینه‌والو او په ځانګړي ډول د ارجنټاینیانو اندېښنه د نړیوال جام له پیل وړاندې ډېره کړې، ځکه نږدې ټول نه غواړي چې نړیوال جام د دې ارجنټایني ستوري پرته ترسره سي.

د انټر میامي کلب د لیونل مسي د ټپ په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوشنبې په ورځ د هغه له اضافي طبي معایناتو وروسته لومړنی تشخیص دا دی چې د هغه د چپ ورانه د شا په عضلې کې د عضلاتي ستړیا له امله کش والې رامنځته سوی دی. د هغه د بدني فعالیت ته د بېرته ستنېدو موده به د هغه د کلینیکي او فزیکي حالت د پرمختګ پورې تړلې وي.

د ایټالیا مشهور خبریال فابریتسیو رومانو هم د مسي د ټپ په اړه غبرګون څرګند کړی او په یوه پوسټ کې یې لیکلي: مسي د نړیوال جام لپاره چمتو کېږي.

په دې توګه د دې ارجنټایني ستوري ټپ داسې دی چې تمه کېږي هغه به د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته ورسېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x