د اروپا د فوټبال د سرو زرو بوټ جایزه، چې د اروپا د پنځو معتبرو لیګونو غوره ګولوهونکي ته ورکول کېږي، د بایرن مونیخ ستوري هري کین وګټله.
هري کین، د بایرن مونیخ انګلیسي ستوري، یو ځلېدونکی فصل تېر کړ. کین د بوندسلیګا په سیالیو کې د بایرن مونیخ لپاره په ۳۱ لوبو کې ۳۶ ګولونه ووهل او ۵ ګولپاسونه یې هم ورکړل.
دغه انګلیسي ستوري د خپلو حیرانوونکو شمېرو په مټ وکولای سول د اروپا د فوټبال د سرو زرو بوټ جایزه په يقيني ډول ترلاسه کړي.
د اروپا د فوټبال د سرو زرو بوټ هغه جایزه ده چې د هر فصل له پای وروسته هغه لوبغاړي ته ورکول کېږي چې د اروپا په پنځو معتبرو لیګونو کې تر ټولو ډېر ګولونه یې وهلي وي، او دا ځل هري کین دغه ستره جایزه خپله کړه.
هغه له بایرن سره یو بریالی فصل تجربه کړ او وتوانېد چې د بوندسلیګا او د جرمني د جام اتلولي ترلاسه کړي، خو د اروپایي اتلانو په لیګ کې بریالی نه سوو او پایلوبې ته له رسېدو پاتې سوو.
کین د نړیوال جام لپاره د انګلستان د لوبډلې تر ټولو ستره هیله ګڼل کېږي.




