د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ سمیعالله حمیدي د اسیا د ګډو رزمي هنرونو په سیالیو کې په ځلاندې لوبې سره د دغو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
سمیعالله حمیدي وتوانېد چې د مغولستان او چین خپلو سیالانو ته ماته ورکړي او د پایلوبې د ګډون جواز ترلاسه کړي.
هغه په دغو بریاوو سره د افغانستان لپاره د دې سیالیو د سپینو زرو مډال هم یقیني کړ.
ټاکل سوې ده چې حمیدي په پایلوبه کې د ایران د استازي پر وړاندې میدان ته ور سي او د سرو زرو مډال لپاره سیالي وکړي.




