د ۲۰۲۶ نړیوال جام څخه د کانګو د ایستلو احتمال

د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د ابولا خطرناک ویروس د بیا خپرېدو له امله د ۲۰۲۶ نړیوال جام کوربه هېوادونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. امریکا د کانګو د ډیموکراتیک جمهوریت د فوټبال فدراسیون ته بې‌ساری خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د طبي پروتوکولونو دقیق نه مراعت کول کولای سي د دې ټیم په ۲۰۲۶ نړیوال جام کې د ګډون خوب له منځه یوسي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام څخه د کانګو د ایستلو احتمال

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د ابولا خطرناک ویروس بیا خپرېدو د ۲۰۲۶ نړیوال جام کوربه هېوادونه سخت اندېښمن کړي دي. د ESPN شبکې د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د ځانګړې کاري ډلې اجرایي مشر، اندرو جولیاني ویلي چې د کانګو د ملي لوبډلې کاروان باید امریکا ته له داخلېدو مخکې د ۲۱ ورځو بشپړ قرنطین او جلا کېدو پړاو تېر کړي. که داسې ونه کړي، امریکایي چارواکي به دې لوبډلې ته ټورنمنټ ته د داخلېدو اجازه ورنه کړي.

جولیاني په خبرداري سره وویل: «موږ په څرګنده او بشپړ وضاحت سره د کانګو د ډیموکراتیک جمهوریت چارواکو ته خبر ورکړی چې هغوی باید د جون په ۱۱مه هیوستن ته له سفر مخکې د خپل روغتیایي حلقې بشپړتیا د ۲۱ ورځو لپاره وساتي. موږ همدارنګه دې هېواد ته خبرداری ورکړی چې د دې طبي قرنطین مراعت یو قطعي شرط دی او د سرغړونې په صورت کې به هغوی امریکا ته د سفر چانس په بشپړ ډول له لاسه ورکړي.»

دغه چارواکي د سیالیو د روغتیایي امنیت د ارزښت په اړه د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «موږ تر دې زیات روښانه خبرې نه سوو کولای. موږ غواړو سل په سلو کې ډاډ ترلاسه کړو چې هېڅ وژونکی ویروس زموږ خاورې ته داخل نه سي او یا زموږ پولو ته نږدې هم نه سي.»

د ابولا ویروس د نړۍ له تر ټولو وژونکو ساري ناروغیو څخه ګڼل کېږي چې په مرکزي افریقا کې د پراخه خپرېدو مخېنه لري، او د امریکا روغتیایي چارواکي د نړیوال جام د پراخوالي او د میلیونونو مینه‌والو د شتون له امله نه غواړي په دې برخه کې هېڅ ډول خطر ومني.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام چې ټاکل سوې په ګډه توګه په امریکا، مکسیکو او کاناډا کې ترسره سي، د نړۍ تر ټولو لوی ورزشي پیښه ده چې ۴۸ لوبډلې به پکښې ګډون وکړي. د هیوستن ښار د دې سیالیو له مهمو کوربه ښارونو څخه دی او پلان سوی چې د کانګو د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ او د اوسېدو ځای هم په همدې ښار کې وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x