انوش دستګیر د هالند د المیره سټي لوبډلې روزونکی سوو

انوش دستګیر، افغان روزونکی او د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانی مشر روزونکی، د دوو کلونو تړون په لاسلیکولو سره د هالنډ د فوټبال لیګ د «المیره سټي» کلب د نوي روزونکی په توګه معرفي سوو.
انوش دستګیر د هالند د المیره سټي لوبډلې روزونکی سوو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ انوش دستګیر، افغان روزونکی او د افغانستان د ملي فوټبال لوبډلې پخوانی مشر روزونکی، د هالنډ د فوټبال لیګ د «المیره سټي» کلب د نوي روزونکی په توګه معرفي سوو.

د خپرو سویو راپورونو له مخې، دستګیر د دوو کلونو تړون په لاسلیکولو سره په رسمي ډول د دې ټیم مشري پر غاړه اخیستې او تمه کېږي چې د خپلو فني او نړیوالو تجربو په کارولو سره «المیره سټي» د هالنډ په لیګ سیالیو کې رهبري کړي.

دغه افغان‌الاصل روزونکی چې مخکې یې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزنه هم پر غاړه لرله، په اروپا کې د افغان کډوالو د فوټبال له پېژندل سویو څېرو څخه ګڼل کېږي.

راپورونه همداراز ښايي چې دستګیر به د روان کال د نړیوال جام سیالیو پر مهال د هالنډ ملي لوبډلې فعالیتونه هم تر نظر لاندې ونیسي، څو د هغې له فني او تاکتیکي تجربو څخه د خپلې لوبډلې په پلان جوړونه او چمتووالي کې ګټه واخلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x