د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د روزونکي مجید مرتضايي تړون پای ته ورسېد

محمد نصیر صداقت ، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مسئول اعلان کړی چې د دې لوبډلې د ایراني روزونکي مجید مرتضايي همکاري پای ته رسېدلې ده.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د روزونکي مجید مرتضايي تړون پای ته ورسېد

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ محمد نصیر صداقت ، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مسئول اعلان کړی چې د دې لوبډلې د ایراني روزونکي مجید مرتضايي همکاري پای ته رسېدلې ده.

هغه نن شنبه د ثور په ۲۶مه، په یوه ویډیویي پیغام کې چې د افغانستان د فوټسال کمېټې له لوري خپور سوی، د مرتضايي له هڅو مننه وکړه او ویې ویل چې نوموړي روزونکي د خپل کارنامې له لارې د هېواد د فوټسال لپاره «تاریخ جوړونه» کړې ده.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون، چې اوس د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، هم په جلا مراسمو کې له مرتضايي ځانګړې ستاینه وکړه او د افغانستان د فوټسال په وده او پرمختګ کې یې د هغه رول مهم وباله.

په همدې مراسمو کې له محمدنصیر صداقت څخه هم ستاینه وسوه او د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشرتابه د ملي لوبډلې د انسجام او بریا لپاره د هغه د ژمنتیا، مدیریت او شپه‌ورځو هڅو ستاینه وکړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې د مجید مرتضايي تر مشرۍ لاندې د پام وړ لاسته‌راوړنې لرلې دي.

د هېواد ملي لوبغاړي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د اسیا ملتونو جام ته لاره وموندله او وروسته یې وکولای سول د فوټسال نړیوال جام ته د ګډون غوراوی هم ترلاسه کړي.

د نړیوال جام سیالیو کې افغانستان وتوانېد چې له ګروپي پړاو څخه ووځي او د یو اتم پایلوبې پړاو ته ورسېږي، خو په هغه مرحله کې د سیالیو له دوام پاتې سوو.

روان میلادي کال کې هم د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام کې ګډون کړی وو او تر یو پر څلور پایلوبې پړاو پورې ورسېده، خو په پای کې یې د جاپان له پیاوړي ټیم څخه یې ماته وخوړه او له سیالیو ووتله.

دغه بریاوې او لاسته‌راوړنې د مجید مرتضايي د روزنې دوره د افغانستان د فوټسال په تاریخ کې له تر ټولو روښانه پړاوونو څخه ګرځولې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x