د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د ۲۰ کلنو ملي فوټبال لوبډلې د منځنۍ اسیا د ۲۰ کلنو د فوټبال د قهرمانۍ سیالیو په دوام کې د تاجکستان د ۲۰ کلنو فوټبال له ملي لوبدلې سره مخامخ سوه او ماته یې وخوړه.
دا لوبه تېره ورځ په دوشنبه ښار کې ترسره سووه او د کوربه هېواد په ګټه د دوو پر صفر په پایله پای ته ورسېده.
د افغانستان د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې تر دې دمه په دې سیالیو کې درې لوبې ترسره کړې دي او په ټولو دریو لوبو کې یې ماته خوړلې ده. د هېواد ملي لوبغاړو تر دې وړاندې د ازبکستان د ۲۰ کلنو فوټبال له لوبډلې سره هم مخامخ سوي وه او په دوو پر صفر په پایله یې ماتې منلې وه.
د منځنۍ اسیا د ۲۰ کلنو فوټبال د قهرمانۍ سیالۍ د ثور میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ښار کې پیل سوې او تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.
په دې سیالیو کې د منځنۍ اسیا د بېلابېلو هېوادونو لوبډلي ګډون لري او د قهرمانۍ د ترلاسه کولو لپاره یو له بل سره سیالي کوي.




