“پاچا” یو ځل بیا د اسرائیلو پر وړاندې دریځ خپل کړ

اریک کانتونا، د فرانسې د منچسټر یونایټډ مشهور پخوانی لوبغاړی چې د “پاچا” په نوم پېژندل کېږي، یو ځل بیا د فلسطین په ملاتړ د اسرائیلو د کړنو پر ضد دریځ څرګند کړی دی.
“پاچا” یو ځل بیا د اسرائیلو پر وړاندې دریځ خپل کړ

اریک کانتونا، د فرانسې د منچسټر یونایټډ مشهور پخوانی لوبغاړی چې د “پاچا” په نوم پېژندل کېږي، یو ځل بیا د فلسطین په ملاتړ د اسرائیلو د کړنو پر ضد دریځ څرګند کړی دی. نوموړي دا ځل داسې کمیس اغوستی و چې پرې “د مروان آزادۍ” لیکل سوي وه، څو د فلسطیني سیاسي شخصیت مروان برغوثي د آزادیدو غوښتنه وکړي، چې د اسرائیلو په زندانونو کې بندي دی.

کانتونا د ګوارډیولا ترڅنګ د فوټبال په نړۍ کې د فلسطین له تر ټولو مشهورو ملاتړ کوونکو څېرو څخه شمېرل کېږي.

هغه تر دې مخکې هم په بېلابېلو بڼو څو ځله د فلسطین ملاتړ کړی دی، او حتی د امریکا او اسرائیلو له لوري پر ایران د جګړې پر مهال یې د ایران د خلکو ملاتړ کړی و او په کنایه ډول یې له ټرمپ څخه د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې وه.

اوس دغه د منچسټر یونایټډ لوبغاړی د “مروان د آزادۍ” کمپاین سره یو ځای سوی، څو یو ځل بیا د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلو د کړنو مخالفت څرګند کړي.

مروان برغوثي چې د “فلسطین نلسن منډېلا” په نوم پېژندل کېږي، له ۲۰۰۲ کال راهیسې د صهیونیستي رژیم له لوري نیول سوی او تر اوسه بندي دی. نوموړي د دې مودې په ترڅ کې د اوو نړیوالو فوټبال جامونو د لیدو فرصت له لاسه ورکړی دی. اریک کانتونا د ۲۰۲۶ نړیوال جام په درشل کې د هغه د آزادیدو غوښتنه کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x