د عراق فوټبال ته سخت ټکان؛ ۵ ستورو ته امريکا ته د ننوتو اجازه ورنه کړل سوه!

د عراق د فوټبال فدراسيون يوه غړي د ۲۰۲۶ نړيوال جام ته د دې هېواد د ملي لوبډلې له ګډون مخکې د يوې جدي ستونزې خبر ورکړی؛ هغه بحران چي د عراق د يو شمېر لوبغاړو لپاره د امريکا د ويزې نه صادرېدو پورې تړاو لري.
د عراق فوټبال ته سخت ټکان؛ ۵ ستورو ته امريکا ته د ننوتو اجازه ورنه کړل سوه!

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د عراق د فوټبال ملي لوبډله چي د ۲۰۲۶ نړيوال جام وروستي پلې‌آف پړاو ته په حيرانوونکې بڼه رسېدلې او د دغو سياليو په نهم ګروپ کي بايد د فرانسې، ناروې او سينيګال له ملي لوبډلو سره سيالۍ وکړي، د لوبو تر پيل وړاندې له يو ستر بحران سره مخ سوې او اوسمهال نه‌سي کولای له خپلو ځينو مهمو لوبغاړو ګټه واخلي.

د امريکا حکومت له لوري د ويزو نه صادرېدل د نړيوال جام د يو شمېر ګډونوالو لوبډلو، لکه ايران، لپاره يوه لويه اندېښنه ګرځېدلې، خو دې مسئلې عراق هم په جدي ډول له ستونزو سره مخ کړی او د دغه هېواد فوټبال فدراسيون ته ويل سوي چي د ۵ لوبغاړو ويزې نه دي صادرې سوي.

غالب الزاملي د عراق د فوټبال فدراسيون غړي له شفق نيوز خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي چي هغه لوبغاړي چي تر اوسه امريکا ته د ننوتو ويزه نه ده ورکړل سوې، «ابراهيم بايش، مهند علي، زيد تحسين، حيدر عبدالکريم او علي الحمادي» دي او لا هم د دې مسئلې علت نه دی څرګند سوی.

هغه ټينګار کړی چي د عراق فوټبال فدراسيون غواړي دا موضوع له فيفا سره شريکه کړي، څو ژر تر ژره ورته حل‌لاره پيدا سي؛ په ځانګړي ډول ځکه چي ياد سوي لوبغاړي د عراق د ملي لوبډلې مهم او اغېزناک غړي ګڼل کېږي.

دغه پنځه واړه لوبغاړي د عراق د ملي لوبډلې له مهمو او اغېزناکو لوبغاړو څخه دي. زيد تحسين (منځنی مدافع)، ابراهيم بايش (هافبک) او علي الحمادي (مخکښ بريدګر) د پلې‌آف په هغه لوبه کي ثابت لوبغاړي وو چي عراق پکښي بوليويا ته دوه پر يو ماتې ورکړه. همدارنګه مهند علي، چي د دې لوبډلې پېژندل سوی بريدګر دی او د يونان او پرتګال په ليګونو کي د لوبېدو مخينه لري، د بديل لوبغاړي په توګه ميدان ته داخل سوی وو.

بې‌شکه د دغو لوبغاړو نه شتون به د عراق د ملي لوبډلې استراليايي روزونکي ګراهام ارنولډ ته ستر زيان ورسوي؛ ځکه هغه به په ټولو برخو کي خپل ۴ اغېزناک لوبغاړي ونه لري او له دې وضعيت سره ښايي ونه‌سي کولای د نړيوال جام په يوه تر ټولو سخت ګروپ کي ځانګړې پايله ترلاسه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x